تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د ایران د بهرنی چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د ایراني ځواکونو لخوا د افغانانو د وژنې د لاس په لاس شوې ویډیو په اړه ویلي، ځینې لوري هڅه کوي د کابل او تهران اړیکې ترینګلې کړي.

عباس موسوي وايي، دوی له افغان لوري سره په دې رابطه پرلپسې تماس کې دي او په وینا یې چې د ۲۳ افغان کارګرو د قتل عام پېښه د ایران په خاوره کې صحت نه لري.

ښاغلي عباس موسوي ویلي، باید پام وشي چې ځینې غواړي د دوه ګاونډیانو اړیکې ترینګلې کړي: (( ایران د افغانستان د ملي سولې لپاره هلې ځلې کوي او دا ډول تورونه د سولې هڅې حاشیې ته کوي، موږ پلټنه کوو، تر څو د پېښې تیاره کونجونه روښانه شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ایراني سرحدي ځواکونو ۵۷ ور اوښتي افغان کارګر له نیولو وروسته شکنجه کړي او سیند ته یې غورځولي چې ۲۳ تنه یې مړه شوي دي.

افغان حکومت د دغې پېښې جدي پلټنې پیل کړې دي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې دغه ټکان ورکوونکې پېښه په جدي ډول د ایران په خاوره کې وڅېړي.

ایراني ځواکونه وخت ناوخته پر قاچاقي لارو ور اوښتو افغان کارګرو باندې ډزې کوي چې ډېری مهال د ټول وژنې پېښې رامنځته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *