تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: د ایران همشهري ورځپاڼې خبر ورکړی چې په سرطان اخته یوې افغانې مېرمنې طیبه بخشي د خپل بدن غړي نورو ناروغانو ته بخښلي دي.
ورځپاڼه وايي، اغلې طیبه د سمنان ښار روغتون ته د سختې سخت دردۍ له امله د اسد د میاشتې په لومړیو کې ور وړل شوه، خو دوی معلومه کړه چې نوموړې د سر سرطان لري.
ورځپاڼه وايي، ډاکټرانو د ۳۳ کلنې طیبه عملیات وکړل خو ناروغي یې کمه نه شوه او بالاخره نوموړې د مغزي سرطان له کبله مرګ ته ورسېده.
ورځپاڼه وايي، کله چې د طیبه ورور او کورنۍ پوه شوه چې نوموړې نوره ژوندۍ نه پاتې کېږي، نو رضایت یې وښود چې له مرګ وروسته دې د هغې د بدن غړي نورو اړمنو ناروغانو ته پیوند شي.
ورځپاڼې د طیبې په تړاو د سینا روغتون د بدن د غړو د پیوند څانګې د رئیس ډاکټر ساناز دهقاني له قوله لیکلي دي، چې دوی د طیبې د کورنۍ په اجازه د اسد په ۲۲مه د نوموړې دوه پښتورګي او ځیګر ایستلي او دریو اړمنو ناروغانو ته یې پیوند کړي دي.
د طیبې ورور ورځپاڼې ته ویلي، خور یې ډېر تکلیفونه ګاللي وو او نورو ناروغانو ته د هغې د بدن د غړو هدیه به دومره وکړي چې روح یې ارام وساتي.