تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱مه: په ایران کې د افغانستان سفارت وايي، دوی ته د رسېدلو نارسمي معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله تر اوسه پنځوس افغانان مړه او نږدې ۱۰۰ نور پرې اخته شوي دي.
په ایران کې د افغان سفارت د کډوالو چارو مسؤول ابراهيم حجازي ويلي، د ایران د روغتيا وزارت د کورونا ویروس له امله د افغان کډوالو د مړو شمېرې له دوی سره نه شريکوي، خو دا معلومات يې په ایران کې د افغان کډوالو د کورنيو له خولې راټول کړي دي.
تر دې وړاندې په ایران کې د افغانستان سفير عبدالغفور لېوال هم ويلي وو، چې ایراني چارواکي ورسره پر کورونا ويروس د اخته او مړو شوو افغانانو شمېر نه شريکوي.
د سفارت د کډوالو چارو مسؤول ابراهيم حجازي وايي، په ایران کې د افغان کډوالو کورنيو له دوی سره په شخصي توګه دا معلومات شريک کړي، چې د کورونا ویروس له امله د مړو شوو افغانانو شمېر پنځوسو ته رسېدلی، خو په رسمي توګه يې د دې شمېرو تاييد يا رد نه دی کړی.
تر دې وړاندې ایران مېشتو افغان کډوالو په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو کړو ويډيوګانو کې ويلي وو، چې ایراني چارواکي د عادي زکام او سينه بغل افغان ناروغانو ته د زهرو پيچکارۍ ورکوي او وژني يې.
افغان چارواکي وايي، هره ورځ شاوخوا پنځلس زره افغان کډوال له ایرانه په جبري توګه راستنيږي، خو ابراهيم حجازي وايي، په دې اړه يې له ایراني چارواکو سره خبرې کړي او اوس د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ صفر ته راښکته شوې ده.
د حجازي په وينا له تېرو څو ورځو راهيسې هره ورځ شاوخوا دوه زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستنيږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هم ۱۴۱ افغانان او ۴ د ناټو سرتیري پر کورونا اخته شوي.
په کورونا د اخته شویو افغانانو له منځه یې ډېری هغه کسان دي، چې له ایرانه راستانه شوي دي.