تاند، سه شنبه، د جدي ۱۰مه: په ایران کې ۸ تنه افغان کارګر د ګازي بخارۍ له کبله مړه شوي دي.
دغه افغانان چې په ایران کې کارګر وو، د غور ولایت اوسېدونکي وو او د شپې لخوا د خوب پر مهال ګازو نیولي او مړه شوي دي.
تر دې وړاندې هم ۳۰ افغانان د ګاز نیوي له امله ایران کې مړه شوي وو.
ایران د افغانستان ګاونډی هېواد دی چې په زرګونه افغانان هلته میشت دي او کار کوي، چې ځينې وخت له داسې زړه بوږنوونکو پېښو سره مخ کیږي.