تاند، پنجشنبه د اسد ۱۰مه: افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان وايي، هېواد یې په افغانستان کې دهغې سولې ملاتړی دی چې مشري یې د افغانانو په لاس وي.
طاهریان نن پنجشنبه له اجرائیه رئيس عبدالله سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې افغانستان سره مرستو ته ژمن دي، خو د افغانانو په مالکیت سوله او رڼې ولسمشریزې ټاکنې غواړي.
افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی په داسې حال کې د افغانانو په مالکیت له افغان سولې د تهران د ملاتړ خبره کوي چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي افغانستان لپاره د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې ویلي وو، امریکا افغان سوله کې یو طرفه روانه ده او د افغانستان ګاونډیان یې هېر کړي دي.