sss

تاند- ایران یوه پاکستاني پلاوي ته، چې تهران ته تللی و، د افغانستان او پاکستان په پوله کې د داعش د ځای پر ځای کېدو په وړاندې خبرداری ورکړ.

د ایراني او پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یوه جګپوړي ایراني چارواکي د پاکستان د لوی څارنوال اشتر اوصاف علي په مشرۍ پلاوي ته وویل، ایران باوري استخباراتي معلومات لري چې د امریکا متحدو ایالتونو د داعش ډله او د هغې مشر ابوبکر بغدادي د افغانستان – پاکستان پولې ته لېږدولی دی.

ایراني چارواکي همداراز وویل، امریکا او اسراییل غواړي چې له ایران او پاکستان څخه سوریه، عراق، لیبیا او افغانستان جوړ کړي.

اشتر اوصاف علي، دوې اوونۍ وړاندې د ایران د لوی درستیز محمد جعفر منتظري په بلنه د بېلابېلو موضوعاتو؛ په تېره بیا د دوو هیوادونو د قضايي مسلو په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی و.

ایران په نوي یمه لسیزه کې په ټینګار ویل چې طالبان د امریکا له لوري رامنځته شوي څو ایران ته ستونزې جوړې کړي، خو اوس د داعش ډله د امریکا له لوري جوړه شوې بولي او د دې ډلې او امریکا پر ضد د طالبانو ملاتړ کوي.

One thought on “ایران یوه پاکستاني پلاوي ته ویلي چې بغدادي د افغانستان- پاکستان ترمنځ دېره شوی”
  1. دغه ایرانی منافق خبره پوره حړې نه ده!ا چی ویلی وای چی ابوبکر پاکستان کی دی!ا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *