تاند- په تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې ایراني واکمنانو دوولس تنه افغانان د مخدرو موادو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
ایران تر دې پخوا د افغانانو د اعدامونو په اړه د افغانستان حکومت یا سفارت ته خبر نه ورکاوه.
په تهران کې د افغانستان سفارت وايي، ۱۲ افغانان په وروستیو ورځو کې د تهران په کرج ولسوالۍ او دغه راز اصفهان ولایت کې اعدام شوي دي.
سفارت په خپله خبرپاڼه کې د اعدام شویو افغانانو د نومونو، د جرم د جزییاتو او د اعدام د نېټې په اړه څه نه دي ویلي.
خو یادونه یې کړې چې په دغو کسانو کې اووه تنه د هرات، درې د تخار، یو د نیمروز او بل د لغمان ولایت اوسېدونکي دي.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په سلګونو نور افغانان هم د مخدرو موادو د قاچاق په تور په ایران کې په اعدام محکوم شوي او اعدام ته انتظار باسي.
سفارت ویلي چې ایران د افغانستان د حکومت له بیا بیا غوښتنو سره سره د افغانانو د اعدامونو له درولو لاس نه اخلي.
دا لومړی ځل دی چې په ایران کې د افغانستان سفارت د افغانانو داعدامونو په اړه په زغرده نظر او مالومات خپروي.
ایراني چارواکي وايي، دوی ته مهمه نه ده چې قاچاقبر څوک دي. که ایرانی وي یا افغان، د اعدام سزا ورکوي.
د افغانستان د سفارت په وینا په ایران کې څه باندې پنځه زره افغانان بندیان دي چې د اکثرو تور د مخدرو وادو قاچاق دی.
د سږکال د فبرورۍ په میاشت کې هم پنځه تنه افغانان د مخدرو موادو د قاچاق په تور اعدام شوي ول خو ډېری افغانان وايي چې ایران د اکثرو اعدام شویو افغانانو په اړه چا ته مالومات نه ورکوي او پټ په پټه یې په خپلو محبسونو کې اعداموي او نامالوم ځای یې ښخوي.
افغانان او په تیره بیا د دغو اعدام شویو افغانانو کورنۍ دې له ایرانه نه خوابدې کیږي ځکه د هغوی د سر بیه له وړاندې کرزي او داودزي په کڅوړو کې له ایراني جاسوسانو اخیستې ده.
که چیری دغه تورن افغانان وروڼه په رښتیا مجرمین وی نو هغوی باید افغانستان دولت ته وسپارل شی داڅنګه ګاونډی هیواد دی چه عطامحمد نور یی واټونه د هغوی یعنی د ایرانیانو به نومونو المنځی او ایران د مونږ به ګناه وروڼه په دار ځوړوی
بس ایران به زمونژ افغانان اعداموی او زمونژ مزدور دولت به ددی دپیسو په مقابل کی پټه خو له ناست وی او سره له دی به عطاګی غوندی بی حیا خلک به ددوی په نوم باندی واټونه هم نوموی