تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوګان د اکتوبر میاشتې په ۲۳مه پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغوه اعلان کړ.
ترکیې ویلي، دا کار په سوریه کې د دوی د عملیاتو د پيل له کبله شوی دی او ایردوګان به بل کوم وخت پاکستان ته سفر وکړي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې ایردوګان به ډېر ژر اسلام اابد ته ورشي او په ځینو سیمه ییزو مسایلو به ورسره وغږېږي.
پاکستان په سوریه کې د ترکیې د عملیاتو هرکلی کړی دی.