تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله د عیادت په نوم د داعش او طالبانو په اړه له سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته تللی و.

ایرنا خبري اژانس وايي چې دا خبره په اسلام اباد کې باوري سرچینو افشا کړه.

د پاکستان صدراعظم درې څو ورځې وړاندې (د جنورۍ له ۱۵ تر ۱۷) او یوه ورځ وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري اسلام اباد ته سفر وکړي، سعودي عربستان ته لاړ.

پاکستان د دې سفر هدف د سعودي عربستان د پاچا عیادت اعلان کړ خو د سفر موخه تر دې لوړه وه.

د ایرنا پر اساس په اسلام اباد کې باوري سرچینې وايي، نوازشریف د سعودي عربستان په درې ورځني سفر کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د فعالیتونو په باب د سعودي پر اندېښنو او ریاض ته د افغان طالبانو د وربللو او له افغان طالبانو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د سعودي عربستان د لېوالتیا په باب خبرې کړي دي او د نوموړي د سفر اصلي هدف هم دا موضوعات ول.

د  سرچینو په وینا د سعودي عربستان چارواکي خپل هیواد ته د داعش د نفوذ له درکه سخت اندېښمن دي.

د همدغو اندېښنو له کبله سعودي عربستان په سیمه کې د پاکستان په شمول له خپلو همتړونو هیوادونو سره تماسونه پیل سعودي کړي دي.

ایرنا ادعا کوي چي په اسلام اباد کې باوري سرچینو ورته ویلي چې نوازشریف ته د سعودي عربستان د وربللو یو هدف دا و چې سعودي غواړي له افغان طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. د ایرنا د راپور پر اساس سعودي عربستان ډېر ښه پوهېږي چې اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو له کبله څومره رول لري او غواړي چې د پاکستان له دې ظرفیته له افغان طالبانو سره د نژدې کېدو لپاره ګټه واخلي.

ایرنا وايي، په افغانستان کې د نوي حکومت جوړېدو او د افغانستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د احتمال او د افغانستان په راتلونکې کې د طالبانو د رول پیاوړتیا ته په پام سعودي سر له اوسه له افغان طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا ته پروګرام جوړ کړی دی.

ایرنا زیاتوي، سعودي عربستان غواړي چې طالبان خپل هیواد ته وروبولي او له اصلي غړیو سره یې خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ