تاند، سه شنبه، د ثور ۹ مه: د امریکایي اکنیتي کمپنۍ بلیک واټر مشر وایي، امریکا د دوی پر ځای د افغانستان جګړه طالبانو ته سپارلې ده.

د روسیې د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د بلک واټر مشر ایریک پرینس په دې وروستیو کې د روسیې نظامي تحقیقاتي مرکز په بلنه مسکو ته تللی او په دغه نظامي مرکز کې نوموړي د پوښتنو ځوابونو یوه برخه کې ویلي دي چې، د بلک واټر د ډیرو هڅو سره سره د امریکا حکومت له خوا بلک واټر ته په افغان راتلونکې جګړه کې ونډه نه ده ورکړل شوې.

خو نوموړي ویلي دا ماموریت د امریکا او طالبانو د نوې هوکړې له مخې اوس طالبانو ته سپارل شوی او طالبان په دغه تړون کې مکلف بلل شوي چې افغانستان کې د داعش ، القاعدې او نورو ټولو هغه ترهګرو ډلو پر وړاندې  جګړه وکړي کوم چې د امریکا د ګټو خلاف دي.

ایریک پرنس ویلي طالبانو ته دا نوی مسوولیت سپارل کټ مټ هغه ماموریت ته ورته دی چې کابو شل کاله وړاندې د امریکا له خوا بلک واټر ته سپارل شوی وو، تر څو افغانستان او سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره جګړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو امریکایي چارواکي هم منلې وه چې طالبانو ته د افغانستان په ختيځ کې د سولې د تړون له مخې په ازمایښتي ډول پیسې او تجهیزات ورکړل شوي دي تر څو یې د داعش پر ضد جګړه وارزول شي.

دا مهال امریکایان او طالبان په قطر کې د سوق او ادارې یو مرکز لري چې د القاعده پر ضد ترې عملیات رهبري کیږي.

3 thoughts on “ایریک پرنس: د امریکا په نوي ماموریت کې به طالبان د بلک واټر رول ولوبوي”
  1. د بلک واټر د لیډر نه د طالبانو په حکله واقعیتونه واوری چه په دغه څرګندونو کی کړی ، دا اقرارونه دا ثابتوی چه د طالبانو ډله د پردیو د مخو د پاره د ابزار په توګه را منځ ته شوی ، او په آینده کی ورته نوی دندی سپارل کیژی ، اوس نو دا ثابته شوه چه د طالبانو د اشغال په ضد جهاد او د اسلاو نه دفاع یوه غولونکی ادعا ده ، همغه یوه واقعیت مخی ته راځی چه طالبان د جنګ سوداګر دی اوددغه جنګ د تجارت د ګټو په ټولولو لګیا دی او بس .

  2. ددی حقایقو د افشا کیدو نه وروسته دافغانستان ملت او ددنیا ولسونه او دولتونه د طالب مشرانو ، آمریکا او پاکستان تر منځ د اوږدی انډیوالی په معامله باندی ښه قضاوت کولای شی چه طالب تروریستی ډله څومره ددغه پردیو قوتونو د اهدافو د پاره په افغانستان کی د ابزار په شکل استخدام شوی ده

  3. خبره لاړه ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډوره شوه او اوس نو؛
    طشت رسوائی ما باز از سر بام افتاد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *