محمد علم ایزدیار

تاند- د مشرانو جرګې مرستیال، چې د پنجشېر اوسېدونکی دی، وايي چې وسله والو طالبانو د پنجشېر خلکو او علماوو ته د خبرو وړاندیز کړی دی.

محمد علم ایزدیار دا خبره وروسته له دې وکړه چې په یو شمېر ناتایید شویو راپورونو کې ادعا شوې وه چې د طالبانو د قطر دفتر پنجشېر ته پلاوی لېږلی او د پنجشېر له دیني عالمانو سره یې خبرې کړي او هغوی یې د نورو خبرو لپاره قطر ته دعوت کړي دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال ښاغلي ایزدیار تایید کړه چې طالبانو د پنجشېر له عالمانو او شمال ټلوالې سره خبرو ته لېوالتیا ښوولې ده او په دې اړه یې پیغامونه ورلېږلي دي.

ایزدیار په عین وخت کې دا راپور رد کړ چې ګنې د طالبانو قطري پلاوی پنجشېر ته تللی دی.

ده ومنله چې طالبانو د نورو کسانو په وسیله د پنجشېر دینی عالمانو او مجاهدینو ته پیغامونه رالېږلي خو تراوسه له پنجشېره څوک له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته نه دي تللي.

د مشرانو جرګې مرستیال وویل، دینی عالمان په دې باورمن دي چې سوله باید په ملي سویه وي څو ټولې ډلې تفاهم ته ورسېږي او د علماوو له لوري طالبانو ته د مثبت ځواب نه ویلو اصلي علت هم دا دی چې طالبانو تراوسه پوري د افغانستان دولت او ملت ته ریښتینولي نه ده ثابته کړې.

ده دا هم وویل چې په افغانستان کې له یوه اړخ سره د طالبانو خبرې نتیجه نه لري، او دا ډول هڅې په خیر هم نه دي.

د مشرانو جرګې مرستیال ريیس زیاته کړه، د سولې خبرې هغه مهال نتیجه لرلی شي چې لومړی له ټولو خواوو سره وي، دوهم دا چې د طالبانو نیت د جګړې پای ته رسول وي.

ده تاکید وکاوه چې د پنجشېر دیني عالمان به له طالبانو سره د خبرو لپاره هیڅکله قطر ته لاړ نه شي، مګر دا چې نور دیني عالمان مشوره ورکړي چې د پنجشېر علما دې لاړ شي.

ایزدیار وویل چې د پګواش د فرانسې په غونډه کې هم طالبانو لېوالتیا ښکاره کړې وه چې له مجاهدینو او جهادي تنظیمونو سره خبرې کوي.

طالبان په ضمني ډول وايي چې له پخوانیو تنظیمونو او جهادیانو سره ستونزه نه لري خو له بیروکراتانو سره، چې د حکومت په راس کې دي، نه غواړي جوړ راشي.

8 thoughts on “ایزدیار: طالبانو د پنجشېر له عالمانو او مجاهدینو سره د خبرو وړاندیز کړی”
  1. که طالبانو داکار کړی وي نوډیر پرځای اقدام دی او ددې ثبوت ورکوي چې دطالبانوتحریک افغانستان شموله دی او له هیڅ افغان سره چې دامریکې او روسیې ګوډاګی نه وي دښمني نلري او دسولې لپاره باید ټول مخالف جهتونه سره جوړ شي . بله داچې پدې کار سره طالبانو وښودل چې دوی هیڅ قومي تعصب نلري دا چې دطالبانو دښمنان داسې تبلیغ کوي چې طالبان یوازې پښتانه دي او دتاجکوسره دښمني پالي پدې کار سره طالبانو ددوی دا شوم تبلیغات هم خنثی کړل

  2. مخکې افغانانو شک درلود چې شمالي ټلواله د پاکستان تالیڅټي دي خو اوس ثابته شوه چې دوی او ټلیبان د یو بادار د غلامۍ ځنځير په غاړه لري. شمالي ټلوالې دلته او په خارج کې د افغانانو په وینو محلونه جوړ کړل او میلیاردران شول او ددوی وحشي، مضرو او اشرف المخلوقات حلالونکو ځناورو ټالبانو د خپل بادار په کور کې ماڼۍ ابادې کړې. افغانانو تر څو چې ددې ټلوالې یو فرد هم په قدرت کې وي سوله به په سترګو ونه وینئ. تاسو همداسې ویده ښه یاست چې خلک مو په سرونو تجارت کوي.

  3. قمرعلي، دا خو چې څوک واښه نه خوري خامخا پوهېږي چې شمالي ټلوالې له سر نه تر بېخه د امریکا ګوډاګیان ول او دي.‌ ان له مسعود نه رانیولې اوس تر امرالله صالح پورې یې ټول د سي آی ای تنخاخواره دي چې په ۲۰۰۱ کال کې یې فقط د یو میلیون ډالرو په خرڅ کولو د طالبانو د زغلولو له پاره ترې ښه کار هم واخیست.‌ اصلا دا ټوپکوال ځناور له مسعود او ګلبدین نه رانیولې تر طالب او داعش پورې دا ټول د پاکستان سپي ول او دي،‌ دوی داسې کارونه وکړل چې کمونستان یې په ځانونو پورې وشرمول.‌ طالبان دا کار چې اشرف غني، اتمر او نور پښتانه پرېږدي او له پنجشیرانو سره تماس نیسي دا پخپله خوښه نه کوي بلکه دا پلان ورته پنجابیان ورکوي چې داسې وکړئ.‌آی ایس آی له غني او نورو پښتنو مشرانو نه وغوښتل چې ډیورنډ ورسره رسمي کړي او ۷ الی ۸ نورې مادې یې ورنه غوښتلې چې ورسره یې ومني او چې هغوی یې مخالفت وکړ آی ایس آی ورته ویل چې داسې لوبه به درباندې وکړو چې بېخي مو وشرموو.‌ خدای دې طالب هلاک کړي چې افغان او افغانستان او بالخصوص پښتانه یې تباه او برباد کړل او لا هم د پنجابیانو زنځیر په غاړه د افغانستان په ورانولو لګیا دی.‌

    1. ځان ته په کوم نظر ګورې؟ زه خو وایم چې ستاسو په شان دسې آی اې جاسوسان چې ژوندي وي دا ملت به هیڅکله دخیر ورځ ونه ګوري دطالبانو بلا دې تاسې او شمالي ټلوالې ټولو ته ورشي دطالبانو ترټولو ښه کار دادی چې ستاسو په شان دپردیوجاسوسان مرداروي تاسې چې بله هیڅ خبره پیدا نکړې نو دپاکستان ټاپه راواخلی خو اوس به دا هم درته معلومه شي چې طالبان یو مضبوط خپلواک سیاسي او پوځي قوت دی چې ټولې کفري نړۍ او ستاسو په شان منافقینو ته یې ماتې ورکړه که خدای کول ډیر زر په غارونو ننوځئ

  4. بعضې ورونه وایې چې ټالیبانو پر ځای کار کړی تعصب نلري او د ګوډاګیانو سره خبرې نه کوی. ددوی نه لوی ګوډاګیان او غلامان نور شته؟ دوی خو وحشیان دي زه خو ورته د انسانانو په سترګه نه ګورم او بل دا چې تعصب خو انسان لري نه داړونکي حیوانات. دو او ټلواله دواړه نه یواځې د پاکستان بلکې د ډيرو بادارانو ځنځير په غاړه لري.که دا سوله هم وشي بیا به هم افغانان دلیونو سپو نه ځان ساتي.

  5. دشرم دپاسه بل غټ شرم

    . دا دروسانو اوای اس ای بل دستور دی، تش په نامه طالیبان دپیسو اوچوکۍ په خاطر اوس هرڅه کوی، حتی دخپل…….. خرڅولو ته هم تیار دی

    دافغانستان خلک به طالیبان هیڅ وخت ونه بښی، طالیبان دافغانانو ابدی دشمنان دی، اوس افغانان پدی ښه پوه شویدی چه تش به نامه طالیبان کله دپنجابیانو، کله دامریکایانو، کله دعربانو، کله دایرانیانو، کله دروسانو اواوس غواړی دیوڅونفرو پنجشیریانو څخه پیسی او کمک ترلاسه کړی او دوطن اصلی بچی نور هم مړه او تباه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *