خبریال: میرویس جلالزی – د ایساف/ناټو ځواکونو یوه عالی رتبه امریکايي جنرال د افغان ځواکونو وروستي پرمختګونه ډراماتیک بللي او وايي چې دغه قواوې په بي ساري توګه ځواکمنې شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عامه اړیکو د څانګې مرستیال امریکايي جنرال Wilson A. Shoffner دغه څرګندوني په پنټاګون کې له یو شمیر جګپوړو جنرالانو ته د ټلیفوني کنفرانس له لارې وکړې.
جنرال شوفر ویلي تیر کال هغه کال وو چې افغان ځواکونو په یوازي سر ماموریت پر غاړه واخیست که څه هم د دغه خپلواک ماموریت پر مهال ځیني ګډوډۍ لیدل کیدې خو په ټوله کې داسي ښکاره شوه چې دغو ځواکونو په ډیرو برخو کې پرمختګ کړی دی.
دغه امریکايي جنرال ویلي چې افغان ځواکونه به د ناټو د غوڅ ماموریت د نوي کال له پیل سره سم لا هم د کورنیو ځواکونو روزنې، سمبالښت او مشوره ورکولو په برخه کې مرستې جاري وساتي.
هغه وايي چې افغان عسکر له هر ماموریت څخه د بل هغه لپاره نويې تجربې تر لاسه کوي او په ښه توګه عمل کوي چې دغه ډیره ښه خبره ده په تېره بیا د هوايي او توپخانې په برخه کې.
دغه امریکايي جنرال د افغان ځواکونو د لاس ته راوړنو او پرمختګونو تر څنګ د دغو ځواکونو یوازیني او تر ټولو ستر منفي ټکي ته هم اشاره کړ ده.
جنرال شوفر افغان ځواکونه د کړکیچ د کنټرول په برخه کې کمزوري وبلل چې پر وینا یې د وخت په تیریدو او د ناټو د مشورو او روزنو د دوام په صورت کې به دغه نیمګړتیا هم له مخې لري کړای شي.
د ناټو دغه جنرال تر راتلونکي پسرلي پوري د افغان ځواکونو د لا سمبالولو خبر ورکړ او ویې ویل چې اوس دغه قواوې څلور عصري سوپرتوکانو جنګي الوتکي لري او برسیره په دې څو نوي توپ لرونکي هیلیکوپټر هم دغو ځواکونو تر لاسه کړي چې په یقیني توګه به په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو پر ضد جګړه کې د هغوی مطلق برلاسی تضمین کړي.