تاند- په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ، دوی نه غواړي چې له افغانستانه د ماین په وړاندې د مقاومت لرونکو زغرګاډو په شمول پوځي وسایل پاکستان ته ورکړي.

ایساف د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې پاکستان ته ورکوي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ وویل:«د افغانستان له خلکو او ملي امنیتي ځواکونو سره زموږ ژمنې په خپل حال دي.»

ده دا خبره وروسته له دې وکړه چې امریکايي ورځپاڼو راپور ورکړ چې امریکا د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو وسلې پاکستان ته ورکوي او افغانانو د امریکایانو په دې پرېکړه سخت عکس العملونه ښکاره کړل.

افغانانو ته د امریکایانو دا پرېکړه ډېره عجیبه ښکاره شوه ځکه چې د پاکستان د پوځ په مرسته په افغانستان کې په زرګونو امریکايي – ناټو پوځیان، افغان امنیتي ځواکونه او ملکیان وژل شوي او له دې سره سره چې امریکایان او د ناټو نور غړي له وسله والو طالبانو سره د پاکستان ملاتړ تاییدوي بیا هم پاکستان ته تر ټولو لوی سوغات ورکول کېږي.

امریکا په تېرو ۱۲ کلونو کې پاکستان ته په لسګونو ملیارد ډالره مرسته ورکړې ده. امریکا د افغانستان خلاف، چې تر ډېره یې د خپلو این جي او ګانو له لارې پیسې مصرف کړي، د پاکستان حکومت ته مستقیماً مرستې ورکړي دي.

ایساف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په رسنیو کې ناسم خبرونه خپاره شوي چې ګنې دوی له افغانستانه د خپلو وتونکو پوځیانو وسلې پاکستان ته ورکوي. امریکا او ایساف نه دا کار کوي او نه یې اراده لري.

په خبرپاڼه کې د ایساف ځواکونو له لوري د افغان ځواکونو د روزنې او په وسلو سمبالونې په اړه په تفصیل یادونه شوې او ویل شوي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر یې، چې تر یوه کنډکه لږ و، ۳۵۲ زرو ته لوړ کړی او اوس افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د ساتنې او دفاع جوګه دی.

2 thoughts on “ایساف پاکستان ته د خپلو پوځیانو د وسلو د ورکولو راپورونه رد کړل”
  1. تاسو باور وکړئ چې زه کله ناکله دا د امریکا کم عقلتوب ته حیرانیږم. خو بیا وایم چې نه دغه کارونه قصدي کوي. زه د هغه طالب او پاکستاني پوځي تر منځ هېڅ فرق نه وینم چې راځي او په افغانستان کې ملکیان، افغان ملي اردو او لویدیځ پوځیان وژني. لعنت پر آی ایس آی او د خدای غضب د پاکستان پر پست، رذیل او قاتل پوځ

  2. America is playing a very dangerous game. Europe and America know exactly who is behind creating and helping terrorists despite all that Pakistan is receiving billions of dollar in aids. How come a terrorist regime like Pakistan is praised for their wrong doing.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *