تاند- د برمنګم د ښځو روغتون او د هارورډ د طبي پوهنځي څېړونکو په یوه تازه څېړنه کې مالومه کړه چې د کب له غوړیو او ایسپرین څخه د زړه، سرطان، الزایمر او د مفصلونو د التهاب په شان ناروغیو په مقابل کې د یوې قوي وسلې په توګه کار اخیستل کېدای شي.

د دې څېړنې له مخې ایسپرین او د کب غوړي د یوبل په مرسته د یادو ناروغیو د التهاب په وړاندې مجادله کوي.

د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې نوې څېړنې ښودلې ده چې که دا دوه یوځای وخوړل شي د اوږدو ناروغیو په وړاندې ښه عکس العمل ښيي.

په څېړنه کې ویل شوي چې التهاب چې اوږد شي د وژونکو ناروغیو سبب کېږي، د زړه والونه بندوي، د مازغو حجرې له منځه وړي او په نتیجه کې یې انسان ته مغزي سکته پیدا کېږي. همداراز د شکرې په ناروغیو د اخته کېدا چانس زیاتوي.

په نړۍ کې ملیونونه انسانان له مغزي سکتې او قلبي ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره ایسپرین استعمالوي.

2 thoughts on “ایسپرین او د کب غوړي د ګڼو وژونکو ناروغیو مخه نیسي”
  1. محتمو وطنوالو لیکونکی رښتیا ویلی خو داسپرین باید دداکتر په مشوره وخوړل شی خکه چی همدغسی تاوانونه هم لری لکه خونریزیګانی او د معدی زخمونه!!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *