تاند- وروسته له دې چې اروپايي اتحادیې، امریکا او څو نورو لوېدیځو هیوادونو د جنرال دوستم له لوري له احمد ایشچي سره د بد چلندۍ په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، احمد ایشچي رسنیو ته وویل چې دوستم او ساتونکو یې پر ده د جنسي تېري هڅې کړي دي.
ایشچي له څو رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې د بزکشۍ په میدان کې له وهلو او د دوستم کور ته له بېول کېدو وروسته جامې ورڅخه په زوره ایستل شوي، وهل شوی او په خپله دوستم پرې د جنسي تېري هڅه کړې ده.
د ایشچي له خبرو نه څرګندېږي چې ایا پر ده جنسی تېری شوی او که دوستم او باډی ګاردانو یې د عکس اخیستو لپاره د جنسي تېري تظاهر کړی دی.
دی همداراز وايي چې دوستم وروسته خپلو باډي ګاردانو ته وویل چې ۱۰ ځلي ورسره لواطت وکړئ.
د ایشچي په وینا دوستم خپلو کسانو ته وویل چې د ټولو صحنو فلمونه واخلي چې بیا یې ماته راوښيي.
ایشچي وايي چې د دوستم کسانو د کلاشینکوف پر برچې د ده کوناټی څیري کړی.
دی همداراز وايي چې ۵ ورځې د دوستم د کسانو په کور کې بې پرتوګه بندي و.
ایشچي د دوستم له لوري د دغه بشري ضد عمل په اړه د تحقیقاتو او عدالت غوښتنه وکړه.
نن تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا او اروپايي اتحادیې پلاوو او حکومتونو د دې پېښې په اړه د عادلانه تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د مرستیال ولسمشر له لوري د ښاغلي ایشچي غیرقانوني نیونه او ورسره ناوړه چلند جدي اندېښنې پاروي.
موږ به د دغو تورونو په اړه د چټکو څېړنو لپاره د افغانستان د حکومت د اقدام هرکلی وکړو.»
اروپايي اتحادیې او همداراز استرالیا، کاناډا او ناروې هم د دوی په وینا «د بشري حقونو د څرګندو سرغړونو او خلاف ورزیو» د راپورونو په اړه د شفافو رسمي او منصفانه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
(تفصیل)
د ارګ غبرګون
ارګ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایشچي د ادعاوو په اړه هراړخیز تحقیقات کېږي او عدلي او قضايي اورګانونه د تحقیقاتو پر اساس اقدام کوي.
د ارګ په خبرپاڼه کې د دوستم د نوم یادونه نه ده شوې خو ویل شوي چې د احمد ایشچي په تړاو د شبرغان له پېښې وروسته یې دا موضوع تعقیب کړې او هراړخیز تحقیقات یې پیل کړي دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي«د افغانستان حکومت ټولو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د یادې قضیې په تړاو به ټول قانوني پړاوونه رعایت کړي او د عدالت د تامین لپاره به هر هغه څه چې د تحقیقاتو په نتیجه کې ثابت شي، د عدلي – قضايی اورګانونو له لارې به په پوره بې پرې توب اقدام وکړي.»
د دوستم د دفتر غبرګون
د جنرال دوستم دفتر له احمد ایشچي سره د بد سلوکۍ د ادعا په ځواب کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ادعاوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لومړي مرستیال د مقام پر ضد د ځینو مجهولو کړیو له لوري د یوه ورانکاري حرکت په چوکاټ کې بولي او د ځینو اورګانونو پر عکس العمل خواشیني څرګندوي.
د دوستم د دفتر په خبرپاڼه کې د احمد ایشچي قضیه د غورماچ له ناکامې حملې سره اړونده بلل شوې او ویل شوي چې ایشچي د جوزجان په ناامنیو کې لاس لري.
په غورماچ کې پر دوستم د وژونکې حملې هڅه شوې وه او وروسته دوستم په هغې کې د افغانستان ملي امینت په لاس لرلو تورن کړ.
د دوستم د دفتر په خبرپاڼه کې دغه راز ادعا شوې چې ایشچي د ملي امنیت د ریاست له لوري نیول شوی و.
د انجينير ایشچي د خوشي کېدو په اړه د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت اعلامیه
د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر ۱۳ مه نېټه
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د انجنير احمد ايشچي د خوشي کېدو هرکلی کوي. د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال له خوا د ښاغلي ايشچي د ناقانونه نيولو او ورسره د ناوړه چلند رپوټونه د کلکو اندېښنو د رابرسېره کېدو لامل شوي دي. د اړونده تورونو د بيړنۍ څېړنې له کبله به مونږ د افغانستان د حکومت بيړني اقدام ته ښه راغلاست ووايو.
خپلواک او ځواکمن عدلي سېستم د هرې باثباته ټولنې بنسټ جوړوي. د افغانانو غوښتنه د بشر حقونو ته د درناوي او د قانون د حاکميت څخه پرته بل څه نه ده. مونږ په داسې حال کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ پاتې کېږو چې د ټيکاولرونکې، سوله ايزې او سوکاله راتلونکې د لاسه راوړلو لپاره هڅه او هاند کوي.
د یوناما اعلامیه
یوناما د سیاسي شخص په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې د ادعا په اړه د دولت د تحقیقاتو د اعلان هرکلی کوي
کابل، د ۲۰۱۶ کال د ډسامبر ۱۳مه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پالوی )یوناما( د افغانستان د دولت د ژمنې هرکلی کوي، چې د سیاسي شخص، احمد ایشچي پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې د ادعا څیړنه کوي. ښاغلی ایشچي، وایي چې نوموړی په غیر قانوني ډول نیول شوی او د امنیتي چارواکو له خوا د ولسمشر د لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم تر امر الندې ورسره ډیر ناوړه چلند شوی. یوناما د دې ادعاوو په اړه اندیښمنه ده، او د دې قضیې د یوه ځواب ویونکي بهیر پر اهمیت ټینګار کوي او ژمنتیا لري چې له دولت او د افغانستان له خلکو سره به د قانون د حاکمیت او بشري حقونو ته د درناوي د پیاوړتیا په هڅو کې له دوی سره کار کوي.
د ارګ اعلامیه
۱۳۹۵کال د لېندۍ۲۳
ارګ، کابل: د ملي وحدت حکومت د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې پر ښاغلي احمدخان ایشچي د شوې پېښې له رامنځته کېدو څخه، موضوع په جدیت تر تعقیب او هر اړخیزو څیړنو لاندې نیولې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېوادوالو ځاني خوندیتوب، انساني کرامت او مصئونیت د اسلامي ارزښتونو، د اساسي قانون د احکامو او د هېواد نورو نافذه قوانینو سره په مطابقت او د بشري حقونو بینالمللي میثاقونو ته د افغانستان له ژمنتیا سره سم، خپل اساسي مکلفیتونه ګڼي.
د افغانستان دولت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د یادې قضیې په برخه کې به ټول قانوني مراحل رعایتوي او د عدالت د تامین په خاطر به هر هغه څه چې د تحقیقاتو په نتیجه کې اثبات شي، د عدلي او قضايي مراجعو له لارې به په بشپړې بي طرفۍ او استقلال اقدام وشي.
د دوستم د دفتر اعلامیه
علامیه دفتر مطبوعاتی مقام معاونیت اول ریاست جمهوری اسلامی افغانستان
از چندی بدینسو یک حرکت تخریب کارانه از جانب بعضی از حلقات مجهول بر علیه مقام معاونیت اول ریاست جمهوری اسلامی افغانستان در جریان است.
توطیه ناکام غورماچ که تا هنوز بررسی کامل نگردیده و به وضاحت نرسیده است با ماجرای احمد ایشچی به سرحدی رسیده است که با تاسف و تعجب واکنش برخی از نهادهارا نیز بر انگیخته است.
در حالیکه نامبرده پس از دریافت معلومات توسط منابع مختلف در رابطه به تمویل مخالفین و دست داشتن در ناامنی های پی در پی در ولایت جوزجان توسط مسولین امنیتی بازداشت گردیده بود.
با صراحت باید گفته شود موضعگیری نهادهای متذکره به قضیه ایکه تا هنوز تحت بررسی قرار دارد در حقیقت استقلال نهادها و مقامات حکومتی را زیر سوال میبرد و معلوم است عناصر دست نشانده ای وجود دارد که ذهنیت جهانی را به این حد مخدوش میسازد.
توصیه ما به آن نهادها این خواهد بود که در واکنش های خویش از عجله و پیش داوری بپرهیزند.
له سیاسی او نظامي قدرت نه سؤی استفاده:
د احمد ایشچي په قضیه کې نه یواځې د هغه سیاسي شخصیت پایمال شوی دی بلکې یو جنګي جنایت هم شویدی. د یوه سپینږي سیاسی شخصیت سره دومره ناوړه چلند ښیي چې دوستم او د هغوی جګړه ماره ډله د هیچا په حال رحم نه کوی.
کیدای شي په جوزجان ، سرپل ، بادغیس ، فاریاب ولایتونو کې د دوستم ملیشو په بیګناه خلکو نور ډیر ظلمونه کړی وی ، هیوادوال باید خپل شکایتونه د دوستم پرضد رسما په کابل کې د هغه پرضد ثبت کړی او یو بیطرفه کمیسیون او یا هم یوه نړیواله محکمه هغه وڅیړی او د هغوی د اسنادو په رڼاکې جنګی جنایتونو مرتکبینو ته سخته سزا ورکړی.
د دوستم پدې غیر انساني، غیر اخلاقي او غیر افغاني عمل کې زه ټول دولت او په خاصه توګه اشرف غني ۱۰۰٪ ګرم او متهم ګڼم. دا ځکه چې اشرف غني د رایو ګټلو لپاره داسې یو وحشي او جنګي مجرم خپل مرستیال وټاکه. ددې دولت ۹۰ ٪ چارواکي فاسد او فاحش دي خو داسې ښکاره عمل یو هم ندی کړی. ددې کرغیړن عمل لپاره باید جاهل او فاحش دوستم اعدام شي. لعنت د اشرف غني پدې پوهه او متفکروالي چې داسې حیوان ته تر اوسه صبر کوي.
جنرال دوستم نه، جوال دزدمُ۰ هغه د پرچمیانو د وخت بیسواده( ګلم جم)، هغه چې د جنګ په نشه معتادي ناروغۍ اخته دۍ۰ دا د روس ـ ازبکستان جاسوس چې د افغان ولس د غولي دې نیکمرغۍ ټغر ئې جم او د ویر په ټغر ئې کینولي، دا د لیلي د دښتې قاتل۰ هغه څه چې جوال دزدم نه لري هغه، شرم، حیا، اخلاق، روزنه ــ تربیت، رحم، انسانیت، عقل او منطق۰
زمونږ حکومت دې خپل لمړني معاون او ځیني نورو سیاسي چارواکوته د شرم او ادب زده کولو د سویې لوړولو (کوالیفیکیشن) کورسونه دایر کړي۰
دا طرزالعمل د جانی او مفسدو قهرمانانو چه کله نه کله افشا کیږی ، انسانیت څه چه حتی اکثر حیوانات هم تری عار لری خو تر ټولو بد یی دا ټکی دی چه دا ارذل الناس بیا په حکومتی صلاحیتونو هم نازول شوی او همدا ټکی دا ثابتوی چه زموږ انتخابات سخت علیل دی اونشی کولی ، اهل او په انسانی عالی مشخصاتو مزین یا د خدمت ظرفیت لرونکی رجال انتخاب او ملت ته وړاندی کړی .
بله د تاسف او تباهی خبره دا ده چه د شاغلی جنرال هغه ملیشی چه نرخ یی ( آدم دو قیران) اعلان کړی وو او ورسره د تنظیمونو خبیثه بقایاوی هغه کسان دی چه هره منطقه د افغانستان ورباندی ملوثه ده .
نو د حکومت او مؤمنو افغانانو وظیفه او مسؤلیت دی چه اداری ته د دغو خبیثانومخه ډب او پرینږدی چه ادارو ته لاس پیدا کړی .
زموږ امرا او علما مسؤلیت لری چه زموږ ملت له دغو ژوو
وژغوری او دملت د خدمت او ساتنی لپاره سالم انسانان وړاندی کړی او دا ډول جانیانو ته د خلکو او ملت کار سپارل د ملت په ژوند او عزت لوبی او مسخری دی ځکه یو څوک چه ځان او کورنی اداره او جوړولی نشی هیڅکله هم د ملت کار او خدمت نشی کولی ، دا امانات باید اهل ته یی وسپارل شی نه دا چه تحفه شی خپلو ملګرو او یا روابطو ته ځانګړی شی چه داهم پیل دی د اماناتو د ضایع او بربادولو.