تاند- د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د نیولو په لاره کې قانوني خنډونه لېري شوي دي.
ښاغلي ایشچي نن /پنجشنبه/ ازادي رادیو ته وویل چې د جنسي ځورونې په تور د دوستم د نیولو لپاره نور کوم قانوني خنډ نشته.
ده زیاته کړه، لویې څارنوالۍ د ولسمشر مرستیال د احضارولو لپاره نوموړي ته د درېم ځل لپاره جلب ورلېږلی خو دی هیله لري چې لویه څارنوالي به دا ځل د دوستم د نیولو حکم صادر کړي.
احمد ایشچي په دې خوښي ښکاره کړه چې د لویې څارنوالۍ له لوري د ده دوسیه په سم ډول پرمخ وړل کېږي او پرمختګ پکې شوی دی.
ایشچي ازادي راډیو ته همداراز وايي، تر دې مخکې په دې دوسیه کې قانوني خنډونه ول خو وروسته له دې چې دوستم ته د جلب درېم حکم واستول شو، ټول خنډونه له مخې لیري شول.
ده دا هم وویل چې د افغانستان لوی څارنوال باید د دوستم د نیولو حکم صادر کړي او دنده یې وځنډوي.
د دوستم د دفتر ريیس مخکې د لویې څارنوالۍ له لوري د لومړي مرستیال ولسمشر جلب غیرقانوني بللی و.