دوستم او ایشچي

تاند- د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي چې جنرال عبدالرشید دوستم د دې لپاره چې د محکمې د پرېکړې د اعلان په مهال په کابل کې نه وي، په غیر رسمي ډول ځان جلا وطن کړی دی.

تر دې مخکې د جنرال دوستم ویاند ته بشیر احمد ینج رسنیو ته وویل چې جنرال دوستم د درملنې او د کورنۍ د غړیو د لیدو لپاره ترکیې ته تللی دی. ته ینج او دغه راز د ولسمشر غني یوه ویندوی د دوستم د جلا وطنۍ خبرونه رد کړل.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د جنرال دوستم د تبعید احتمال شته خو دا مسله هم حقیقت لري چې نوموړی د الکولو او شکر ناروغي لري.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي، چې وايي د جنرال دوستم او د نوموړي د ساتونکو له لوري ربړول شوی دی، ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د درملنې لپاره ترکیې ته نه دی تللی، بلکې د حکومت په خوښه یې ځان تبعید کړی دی.

دی همداراز وايي، دوستم تر فشار لاندې دی چې له افغانستانه لاړ شي څو د محکمې له لوري د فیصلې د اعلانېدو په مهال ستونزه ونه لري.

د جنرال دوستم ویندوی دا ردوي چې ګنې پر دوستم کوم ډول فشار و چې په نتیجه کې یې دی ترکیې ته تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *