دوستم او ایشچي

تاند- د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي، د جنرال عبدالرشید دوستم ۷ ساتونکي له ده سره د بدچلندۍ په جرم هر یو په ۵ کاله بند محکوم شوي دي.

د ایشچي په وینا د لومړي مرستیال ولسمشر ساتونکو ته دا سزا د هغوی په غیاب کې د کابل د دوهمې حوزې ابتدايي محکمې ورکړې ده.

احمد ایشچي، چې دوستم او د نوموړي ساتونکي یې په شکنجې او جنسي ځورونې تورن کړي، په عین حال کې په دې نارضایتي ښيي چې دا دوسیه ورو پر مخ وړل کېږي.

درې شپېته کلن ایشچي وايي«دوستم، چې اصلي مجرم دی، باید سزا وویني.»

دوستم د ایشچي له لوري لګول شوي تورونه رد کړي خو د همدې قضیې له کبله د سږکال د مې له میاشتې راهیسې په ترکیه کې تبعید دی.

تراوسه پورې د افغانستان حکومت، لویې څارنوالۍ او محکمو د دوستم د ساتونکو د محکومیت په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *