خبریال: فضل ربي شینواری
د ایشیا فونډېښن مسوولینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره د هغې سروې پایلې شریکې کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې يې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ترسره کړې ده.
په دې سروې کې د هېواد له ۱۵ زره اوسېدونکو سره خبرې شوي دي چې ۳۳ سلنه خلکو د خپل هېواد راتلونکي ته زیاته هیله مندي ښودلې ده، ۶۱ سلنه نسبي ناخوښ دي او پاتې نورو یې له څه ویلو ډډه کړې ده.
سروې کې راغلي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د افغان حکومت له کړنو خلک خوښ دي او له طالبانو سره يې د سولې هوکړې ته رسېدو لپاره لېوالتیا زیاته شوې ده.
مرکه کوونکو ویلي، افغان حکومت د سولې، بیا رغاونې، اصلاحاتو او یو شمېر نورو برخو کې پر ښه لوري روان دی.
۵۱.۸ سلنه خلکو د امنیت ټینګښت، نږدې ۴۷.۹ سلنه د بیا رغاونې او ۲۸ سلنه د حکومتولۍ ښه کېدل، هغه لاملونه بللي، چې دوی يې د خپل هېواد راتلونکي ته هیله مندي.
په سروې کې له پوښتل شویو خلکو ۳۷ سلنو اقتصادي ستونزې ددې لامل بللي چې د خپل هېواد راتلونکي ته يې ناهیلي کړي دي.
ترسره شوې سروې کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو ملاتړ کچه لوړه ښودل شوي او هیله يې دا څرګنده کړې چې وسله وال پوځ له هر راز ستونزو او ګواښونو سره د مبارزې توان لري.
زیات شمېر مرکه کوونکو خوښي ښودلې چې د تېرو کلونو په پرتله يې سږ کال د امنیت ټینګښت زیاته تکیه پر افغان سرتېرو کړې او د سیمو کې يې دوی د امنیت لپاره هڅې کړې دي.
سروې کې ډېرو کمو خلکو ویلي، چې لیرې پرتو سیمو کې امنیت د طالبانو لخوا تامینېږي.
۶۸.۹ سلنه خلکو ویلي، چې سږ کال امنیت ټینګښت کې د پولیسو رول رغنده و، ۴۵.۷ سلنه نورو بیا په دې برخه کې ملي اردو برلاسې یاد کړې او دوه سلنه نورو بیا ټینګار کړی چې امنیت يې طالبانو نیولی دی.