تاند- که څه هم اپل کمپنۍ د ایفون ایکس د ښودلو په مهال ویلي و چې دا ایفونونه به د هغو غبرګولو په پېژندلو کې ستونزه ولري چې څېرې یې سره ورته دي خو اوس جوته شوه چې داسې نه ده.

په اپل ایکس کې (Face ID) یا د مخ پېژندګلوي زیاته شوې ده. اوس سره ورته غبرګولو د ایفون ایکس فېس آ ډي وازمویله خو د هغو د څېرو په پېژندلو کې کامیاب شو.

ایفون ایکس د اپل کمپنۍ بله اندېښنه هم، چې له ۱۳ کلونو د کشرانو د پېژندلو په اړه یې لرله، رفع کړه.

ایفون ایکس ټولې څېرې که د کوچنیانو دي یا غبرګولو تفکیک کولی شي.

ایفون کمپنۍ وايي چې که دوه سره ورته کسان د یو بل کوبایل ټېلفون ته وګوري او په دط توګه یې د پرانیستلو هڅه وکړيو د پرانیستل کېدو احتمال یې په یو ملیون مواردو کې یو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *