ایلیت (Elite) د لاتیني کلمې( Eligere) څخه اخیستل شوی چې غوره مانا لري. ايلیتېزم پردې عقیده لري چي په هر ټولنه کې ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي شخصیتونه او ډلې د ځانګړو وړتیاو او ځواکمنتيا له مخې حق لري چې مشري وکړي او د ټولنې له رهبري ځواک څخه برخمن شي.(۱)
يا هم ايليتېزم يوه عقيده يا روش دی چې په ځانګړي يا شخصي ډول يو شخص د اشخاصو يو داسې ګروپ رامنځته کوي چې ډېر واک او تسلط ولري.
ټاکل شوی ګروپ به له داسې توکم څخه جوړ شوی وي چې عالمان، نصب داره، مالداره او ذهين خلک خلک په کې ګډون ولري. امريکا کې ایليتېزم ډله منعقدينو، قانون پوه، ډاکټرانو، په لوړه کچه سيمه ييز نوکريوالانو، سوداګرو د پوهنتونونو استادانو او مالي مشاورينو څخه جوړېږي.(۲)
په نوي مفهوم سره د ایلیت تاریخي ریښه ایټالوې سیاسي لیکوال نیکولای ماکیاویلي له افکارو پیلیږي.
د ممتازو شخصيتونو( ايليت) د اهميت په باب څېړنې د شلمې پېړۍ په نيمايي کې د اروپا په وچه او په ځانګړي ډول د ايټاليې په هېواد کې پيل شوې.
دايلېتېزم پلويان او سياسي مفکرين پدې باور دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د تجربې له مخې د وګړیز(اجتماعي) ډلې د حکومت کولو وس نه لري، کله که په کومه ټولنه کې رامخې ته شوي له ګڼوستونزو سره مخامخ شوي دي.
ډیری وخت د ټولنې وګړي هڅه کوي چې د ټولنې د برخلیک او حتی د دوی په باب د تصمیم نیول هم د لوړې طبقې مشرانو ته پریږدي.
په ټولنه کې موجود ممتاز وګړي د ټولنې سازماندهۍ (لوري ښودنې) او مدیریت وړتیا لري چې د ایلیت (ممتازتوب)ځانګړنه ده. تل د ټولنې یوې وړې ډلې د ټولنې سازماندهۍ په لاس کې اخیستې او د اکثریت رهبري او مشرتوب قاعده ناممکنه ده.
د ايليتېزم ډولونه:
ايليتېزم په څلور ډولونو ويشلی شوی:
- ځواکمن ايليتېزم
- تدبيري ايليتېزم
- نظري ايليتېزم
- باسواده ايليتېزم
ځواکمن ايليتېزم:
ځواکمن يا پاور ايليتېزم هغه ايليتېزم دی چې په هغه کې عرفي یا دستوري تصاميم نيول کېږي. د دې ايليتېزم پلويان د ايالت په کچه حمايه کېږي. دوی د خپل ځواک له مخې کارونه ترسره کوي او پرته له زور زياتي متناقض فشارونه او خنډونه له منځه وړي يا محوه کوي.
تدبيري ايليتېزم:
هغه ايليتېزم دی چې هغه کې يو چارجوب يا يو ساختمان موجود وي( يا داسې ظرفيت موجود وي چې دغه تدبير او عقيدې ته پرمختګ ورکړي، ترڅو د شيانو جوړول يقيني او امکاني کړي. په عرفي ډول دې ډول ايليتېزم کې زياتره هغه اشخاص وي چې ډېرې پيسې يا منابع ولري. نن سبا دې ډول کې هغه ټولنې او شرکتونه شامل دي چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې بريالي دي.
نظريي ايليتېزم:
دې کې ټول فکري، ايډتيالوژيکي مشران شامل دي، کوم چې په سلسله وار ډول يا په ټولنيز ډول د يو ورکړل شوي ټولنيز حرکت څخه رامنځته شوي وي. دا هغه اشخاص دي چې پاليسي او مذاکراتو يا خبرو اترو او مناظرو ته پرمختګ ورکوي.
باسواده ايليتېزم:
دې کې هغه اشخاص شامل دي چې حالت مطالعه کوي. دوی ښايي داسې اشخصاص وي چې د ټولنې په تنظيم کې ډېر ماهره وي. دوی کېدای شي نني ځوانان و اوسي؛ کوم چې اوس کولی شي ټولنه رهبري کړي. (۳)
يو شمېر نور عالمان ایلیت په دې څلورو ډولونو ويشي:
1: سیاسي واک له نظره ایلیت
2: اقتصادي ځواک له نظره ایلیت
3: پوځي ځواک له نظره ایلیت
4: فکري وړتیا له نظره ایلیت
پدې باید پوهه اوسو چې ایلیت څخه په اوسني مفهوم کې د يوه سیاسي نظام په چوکاټ کې د لوړو منصبونو لرونکو څښتنانو ته نه اطلاق کیږې، بلکې ډیر پراخ مفهوم په خپل غیږه کې رانغاړي. ټولو هغو اشخاصو ته اطلاق کیږې چي په ټولنه کې له نورو وګړو په هره برخه کې چې لوړتیا (برتري) لري یانې که حکومت کې برخه ولري او که ونه لري، خو چې په ټولنه يې اغېز موجود وي.
نوموړي په ټولنه کې توپیر او تقسيم په ټوليز مفهوم سره لوړې طبقې( ايليت) ته اړيکه او تړاوو ورکاوه، د ايليتېزم د نظريې مفکرين ویلزدو پارتو، ګايناتو موسکا، رابرت ميخلز او ژرسرول، ماکياولي د افکارو تر اغېز لاندې ول.
دا چې په ټولنه کې يو ايليت يا ممتاز شخص څنګه وپيژنو په اړه يې ايټالوي ټولنپوه او سياستو پوه داسې وايي: دوی هغه څوک دی چې د خپل فعاليت په ساحه کې تر ټولو لوړتيا او لوړ امتيازونه لري.
———
اخځونه:
۱ـ امله وال، شېرعالم، د سياسي افکارو تاريخ او نظريات، مومند خپروندويه ټولنه ـ جلال آباد ، چاپ کال۱۳۹۰ ل.ل
۲ـlink: Home //Blog // Advocacy Online
۳ـ From Wikipedia, the free encyclopedia