ملا عمر په خرقه مبارکه کې

تاند- این بي سي نیوز وايي چې د افغانستان له حکومت سر ه د سولې په خبرو کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم شامل دی.

این بي سي نیوز د طالبانو د لویو قومندانانو په قول وايي چې ملا محمد عمر خپل زوړ ملګري او مرستیال ملا اختر محمد منصور ته واک ورکړی چې د ده له لوري د سولې د خبرو په اړه پرېکړه وکړي.

این بي سي نیوز د طالب قومندانانو نومونه نه دي اخیستي خو وايي چې له کلونو جګړې وروسته طالبان هم اوس د سولې خبرو ته لېواله شوي دي.

این بي سي نیوز د دغو بې نومو طالب قومندانانو په قول همداراز ویلي چې هر شی تیار دي او په څو اوونیو کې به له امریکایانو او کابل سره د خبرو لپاره پلاوی وټاکل شي.

د این بي سي نیوز د راپور پر اساس د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رييس عبدالله عبدالله او د طالبانو د استازو ترڅنګ د سولې د خبرو بل مهم فاکتور یا لوری د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د امریکا متحد ایالتونه دي.

این بي سي نیوز زیاتوي، جنرال راحیل شریف امریکایانو، افغانانو (چارواکي) او په خپل هیواد کې د سولې د خبرو مخالفانو ته قناعت ورکړی چې پاکستان، چې له اوږدې مودې راهیسي په افغانستان کې د سختدریځو جګړه مارو په ملاتړ تورن دی، اوس بلوا او سختدریځي له منځه وړي.

این بي سي نیوز همداراز وايي، که له طالبانو سره د سولې موافقه وشوه، ممکن د طالبانو هغه ډلې چې د سولې د اوسني بهیر مخالفې دي، له داعش سره یوځای شي.

تراوسه پوري طالبانو رسماً نه ده تایید کړې چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیار شوي دي.

One thought on “این بي سي نیوز وايي، ملاعمر د سولې د خبرو واک ملا اختر منصور ته سپارلی”
  1. ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي
    تاسو خو ويل چې ملا محمد عمر نشته اوس مو بيا څنګه راپیدا کړ..
    توبه خدایه دنن سبا له درواغجنو رسنيو.
    دنن سبا له پلورل شویو رسنيو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *