ایوانکا ټرمپ

تاند- د امریکا د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ د قطر په بین الافغاني غونډه کې د افغان ښځو ګډون وستایه.

اغلې ایوانکا ټرمپ، چې د ولسمشر ټرمپ سلاکاره هم ده، نن /دوشنبه/ په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې د افغان ښځو ګډون د ستاینې وړ دی.

دې لیکلي«ډېره مهمه ده چې افغان ښځې د دوحې د سولې په بین الافغاني کنفرانس کې د خبرواترو مېز ته ناستې دي.»

دې همداراز کښلي«کله چې ښځې د سولې په خبرو کې معنادار ګډون کوي، د دې احتمال شته چې د خبرو په نتیجه کې سوله به په سلو کې ۳۵ زیاته دوامداره وي.»

د جرمني او قطر په هڅه او کوربه توب د افغانانو ترمنځ د دوحې خبرې پرون /یکشنبه/ پیل شوې او نن یې هم دوام وکړ.

دواړو خواوو له خپلو خبرو رضایت څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا ډول خبرې دوی تفاهم ته نژدې کوي.

ایوانکا ټرمپ د افغانستان د سولې په خبرو کې د افغان ښځو ګډون لازمي بللی او ویلي یې دي چې د سولې په خبرو کې د افغان ښځو ګډون د داسې سولې په ټینګښت کې مرسته کوي چې د ښځو د سختې مبارزې په پایله کې د هغوی د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند لپاره ترلاسه شوې بریاوې خوندي وي.

خلیلزاد: د دوحې د غونډې له ښځینه ګډونوالو سره وکتل

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن د دوحې په بین الافغاني کنفرانس کې له ګډونوالو ښځو استازو سره د کتنې عکس خپور کړی او په یوه ټویټ کې یې لیکلي« د سولې لپاره په دوحه کې د بین الافغاني کنفرانس له ښځینه استازو سره مې ماښامنۍ ښه کتنه لرله. اکثره یې زما پخوانۍ دوستانې دي چې د افغانستان د اساسي قانون د لیکلو له وخته یې پېژنم.»

ده په یوه بل ټویټ کې د غزني خونړۍ حمله، چې اکثره قربانیان یې د ښوونځي تنکي زده کوونکي وو، غندلې ده:

د غزني په انتحاري موټربمي حمله کې ۱۴ تنه ووژل شول او تر ۱۸۰ ډېر نور ژوبل شول. د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *