تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸ مه: د مالیې وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ایټالیې پراختیايي ادارې مشر ورسره ژمنه کړې چې د هرات هوايي ډګر په پراخېدو کې به ورسره مرسته کوي.
د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وايي، د افغانستان لپاره د ایټالیې پراختیایي ادارې رئیس مائورو غیرتي ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوایې ډګر د تخنیکي چارو بررسۍ،څېړنې او څلورو مطالعاتي برخو کې به ورسره مرسته کوي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس محمد قاسم وفایي زاده وايي، ګڼو نړیوالو ادارو ورسره ژمنه کړې ده، چې د هرات هوايي ډګر په پراخېدو کې به ورسره مرسته کوي.
دی وايي، د افغانستان لپاره د برېتانیا پراختیايي ادارې هم ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوايي ډګر په پراخېدو او د اړتیا وړ وسایلو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.
افغانستان تراوسه د سیمې په کچه هم هوايي ډګر نه لري.
د کابل، هرات، مزار شریف، کندهار، بګرام او شین ډنډ هوايي ډګرونه ډېری د بهرنیانو په لاسونو کې دي او د ملکي هوايي ډګرونو اسانتیاوې یې په نشت برابرې دي.