تاند-  ایچ پي کمپیوټر د (The Machine) په نوم یو داسي سوپر کمپیوټر جوړ کړ چې د اوسنیو سوپر کمپیوټرونو په جوړښت کې یې لوی بدلون راوستی دی.

په دغه سوپر کمپیوټر کې د پروسیسر پر ځای د کمپیوټر پر میموري یا حافظې تمرکز شوی دی.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، په اوسنیو سوپر کمپیوټرونو کې ډېر پام پروسیسرونو ته شوی چې په هره شېبه کې یو کار کوي.

د ایچ پي (HP) کمپیوټر له موجودو کمبیوټرونو سره توبیر لري.

د دغه کمپیوټر لومړنۍ نمونه په ۴۰ پروسیسرونو کې ۱۶۰ تیرابایټ حافظه لري او حاضردمه د حافظې له نظره د نړۍ تر ټولو ستر کمپیوټر دی.

متخصصان وايي چې د دغه کمپیوټر حافظه تر دې په ځلونو زیاتېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *