تاند – د پاکستان اسلامي جمهوریت کې د شرابو څښل په چټکۍ سره ډېرېږي چې دا کار په یوه داسې هېواد کې چې ویل کیږي چې ۹۷٪ خلک یې مسلمانان دي حیرانوونکی ګڼل کیږي.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي چې، د مري په نامه د شرابو فابریکه په کال کې ۱۰ میلیونه لېټره بیر تولیدوي. بیر د شرابو یا الکولي مشروباتو یو ډول دی چې ویل کیږي کافي اندازه نشه لري.
د جرمني دویچه ویلي خبري ادارې په پاکستان کې چې وایي چې اکثر خلک یې مسلمانان دي دغه کار حیرانوونکی ګڼلی دی.
دویچه ویلي لیکی چې، د هغو خلکو له پاره چې په کافي اندازه د پاکستان اسلامي جمهوریت سره بلد نه دي ښایي دا کار چې خواوشا ۹۷٪ خلک یې مسلمانان دي حیرانوونکی وي، خو حقیقت دا دی چې د دغه هېواد ډېر وګړي په پراخه کچه شراب څښي.

د پاکستان د شرابو د دغې فابریکې تجارتي شعار مري له کړایي سره (Murry with Curry) دی، چې خپل مشتریان په دې توګه تشویقوي او ورته وایي چې مري شراب له کړایي سره وڅښئ. یا په بله وینا کله چې کړایي خورئ نو مري شراب ورسره وڅښئ.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۲مه لیکلي چې د شراب جوړولو دغه فابریکه په ۱۸۶۰ کال کې جوړه شوې، په ۱۹۷۰مو کلونو کې د لنډ وخت له پاره پرې بندیز ولګېد خو ژر یې بېرته فعالیت پیل کړ. ایکسپریس ټریبیون لیکي چې یاده فابریکه هر کال له ۱۵٪ څخه تر ۲۰٪ پورې وده کوي.
د جرمني دویچه ویلي خبري اداره د مري د شراب جوړونې د فابریکې د یوه مدیر صبیح الرحمان له قوله لیکلي، «زمونږ فابریکه یو قانوني بنسټ دی، او یوه له هغو فابریکو څخه ده چې د پاکستان حکومت ته ډېره زیاته مالیه ورکوي، له دې امله مونږ له هېڅ ګواښ سره مخامخ نه یو.»
ایکسپریس ټریبیون په پاکستان کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د یوه معالج طاهراحمد له قوله لیکلي چې، «د متوسطې طبقې خلکو ژوند له مذهب سره نژدې تېرېږي، خو د نسبتا شتمنو مسلمانانو ژوند ورځ تر ورځې ښه کیږي، او دا اوس په دوی کې یو عادي رواج ګرځېدلی دی چې مېلمنو ته له خوراک سره سم شراب ورکوي.»

دغه ورځپاڼه لیکي چې، د پاکستان داخلي شراب د پاکستان د شرابیانو له پاره کفایت نه کوي، او د پاکستان د ګمرک یوه مامور چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې، «اکثر قاچاقي شیان د کشتیو په واسطه او د دوبۍ له لارې پاکستان ته راوړل کیږي.»
تر دې مخکې، تېره میاشت د لوڅو فلمونو یوې پنجابۍ ستورې نادیه علي ویلي وو چې په حجاب کې د جنسي معاملې کولو له امله یې د مینه والو شمېر میلیونونو خلکو ته رسېدلی دی.
که څه هم چې پاکستان په ښکاره وایي چې دغه هېواد د اسلام او مسلمانانو د هیلو د پوره کولو له پاره جوړ شوی او د افغانستان او کشمیر په شمول ګڼو هېوادونو ته خپل روزل شوي کسان د جهاد په نامه استوي خو پخپله په کې ژوند په دې سطحه دی او تر دې لا یو ګام مخکې د ګوګل له لټون څخه څرګندېږي چې په اکثرو لویو ښارونو کې یې حتی د یوې شپې په مخه د ښځو بدلک (wife swap) هم ازادانه ترسره کیږي.
په اسلام اباد او لاهور کې د ښځو د بدلک یو شمېر لېنکونه:
http://islamabad.locanto.com.pk/Couples-Seeking-Couples/20705/
http://orkut.google.com/c24871158.html
http://www.forum.noorclinic.com/thread.php?topic=27721
https://www.facebook.com/WIFE-SWAP-in-Pakisatn-479117662172806/
دغه لینکونه به مو نه ورکولی هسی نه خلک ګناه ګار شی
دا خومعلومه خبر ده چه پاکستاندمسلمانا دغولولو لپاره داسلام په نامه انګرىزانو جوړکړى او داسلام ړتخرىب لپاره اسلامى بنستپالى زىګوى او صادروى ىى
شمس صیب لینکونه ښه دي. په دې توګه کیدای شي چې د دغو تورمخو مخونه خلکو ته په ثبوت سره ښکاره او ثابت شي. خدای دې دوی په شرمونو وشرموي چې نه په خپلو ښځو را ایسار دي او نه په بل عزت او د نورو مسلمانانو اولادونه د جهاد په نامه وژني.
په یو اسلامی هیواد کی د شرابو څښل او د شرابو تولید مطلقا حرام دی
الله ج فرمایی
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ( 90سورة المائدة).
ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دی څخه لپاره ددی چه نجات ومومی ء .
شراب هر هغه شی ته وايي چې نشه کونکي وي هغه که له انګورو ، وربشو او يا بل شی څخه جوړ شوی وي او هغه که هر ډول کيمياوي ترکيب ولري شراب بلل کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
حَرََّمَ اللهَ الخَمرَ وَ كُلّ ُ مُسكِرٍ حَراَمً (رواه نسائي ) . الله ج حرام کړی شراب او ټول نشه کوونکی شيان .
( كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ ، وَكُلُّ خَمْرٍ حَرَامٌ )
رواه مسلم (2003)
دا چې اوس وخت کې خلک هغه ته حیلې جوړوی يا يې پر بل نامه بولي ددې ډول خلکو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې خبردارﺉ ورکړی چې زما په امت کې به داسې خلک پیدا کیږی .
«لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ (بخاري )
ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،وریښم ،شراب جوړونه او موسيقي حلال بولي
متاسفانه چی په یو اسلامی هیواد کی د شرابو تولید او مصرف هغه څه دی چی مونږ یو ی خبری ته متوجه کوی هغه داچی هغه چی شراب تولیدوی ، شراب څښی اوزنا قانونی روا دی او دبل اسلامی هیواد د مرګ لپاره وسایل برابروی انتحاری ، دسیسه جوړونه ، غلط اعمال د دین او قوانیو له مخی نو باید ووایو داسی کسان مسلمان نه دی کیدای شی داسی کسان منافق او کافروبولو او د اسلام نوم یی د نامه لیری کړی شی