تاند – عوامي نېشنل پارټۍ (ای اېن پي) د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نن ورځې ترسره شوي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل.

د یاد ګوند رسمي فیس بک پاڼې د ګوند د عمومي منشي میا افتخارحسین له قوله لیکلي چې هغوی دغه ترهګریز بریدونه چې، په لسګونو خلک په کې شهیدان او ټپیان شوي په کلکه غندي.

ښاغلي حسین ویلي چې، ای اېن پي د پېښې د متاثرینو له کورنیو او افغان حکومت سره خواخوږي ښيي او تسلیت ورته وایي.

ویل کیږي چې، د خیبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) مېشتو ملت پالو پښتنو ګوندونو وخت په وخت په افغانستان کې د پاکستان ترهګریز بهرنی سیاست غندلی او د هغه پر ضد یې نه یوازې د رسنیو له لارې بلکه پخپله د پاکستان د ولسي جرګې له لارې بیانونه ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *