یادونه:
اې د افغانستان مظلوم او سرښندونکې ملته! تردې سرلیک لاندې تېر کال د جدې له شپږمې نېټې وروسته ما یوه یادونه لیکلې وه، خو په خواشینې سره باید ووایم، چې د امکاناتو د کموالي له امله مو تر تاسې ونه رسوله، سږ کال د جدې په شپږمه ما ونه شو کړای چې مطبوعات وڅارم، چې د تېر کال او د سږ کال توپیر څه دی، په هر صورت خپل د تېر کال تاثر تاسې سره شریکول غواړم.
د جدې شپږمه هغه غم لړلې ورځ ده، چې کله به هم د ویښ ضمیر خاوندانو له یاده ونه وځي او نه به یې غم سوړ شي.
تر اوسه ستا تویه شوې وینه وچه شوې نده، ستا یتیم ماشوم، کونډه او بوره مور، بې وزله خور او په ملا کړوپ او ړوند پلار لا هم ژوندي دي. ستا دوه میلیونه شهیدان او یو نیم میلیون معیوبین، ستا ټول درد و غم او بلاخره ستا ټولې تویې شوې اوښکې، زموږ دغو خودفروشو چاپي، صوتي او تصویري رسنیو هیرې کړې. پدې ټولو خودفروشانو کې یوه هم د خپلې رسنۍ سپین مخ ، ستا د دې غم لړلې ورځې (د مرغومي شپږمه) په ویر او یادونه تور نکړ.
خو خیردی!
ستا خو به دا په یاد وي، چې د دې رسنیو مسوولین او لیکوال ټول ستا د ناپایه قربانۍ په پایله کې د دې دروغجنو مسولیتونو او افتخاراتو پر بامونو ختلي دي.
تاته به دا هم یاد وي چې د همدغه سهامي شرکت سهمداران ستا د قربانۍ او ستا د تویې شوې وینې پر سر د معاملې له امله دې سهمیې او نمک حرامۍ ته رسېدلي دي.
ستا خو به په یاد وي چې ستا د احساساتو او جذباتو د راپارولو لپاره يې له کومو شعارونو څخه کار اخیستی.
ستا خو به دا هم په یاد وي چې دغو سهمدارانو د خود خواهۍ، قدرت طلبۍ، حسادت او بې کفایتۍ په نتیجه کې ستا په ټولو افتخاراتو څه معاملې وکړې.
ستا به دا هم په یاد وي چې ددې ننګینې ورځې د تیري کوونکیو د تشریفاتو د یوه غړي ډاکتر نجیب هغه جمله چې د مرغومي شپږمه يې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ او د سلواغې ۲۶ يې د نجات ورځ اعلان کړه!
ستا به دا هم په یاد وي چې ستا د قربانۍ فراموش کاره او نمک حرامه حکمرانانو او د نجیب لارویانو دا هم وویل، چې هفت ثور او هشت ثور هېڅ فرق نه لری!
ستا به دا خبره هم خامخا په یاد وي، چې د نجات د ورځې ویاړ ستا دی او ستا به وي.
ای مظلومه ملته!
ته خو اوس هم د دوی د بې کفایتۍ، چورچپاول، فراموشۍ، نمک حرامۍ او د دروغجنې دیموکراسۍ د معاملې شاهد یې، نه پوهیږو، چې ولې خاموش یې او ستا د خاموشۍ معنا څه کېدای شي؟ ستا غوښتنه له دوی څخه څه ده؟
ستا د صبر او حوصلې جام ډکېږي او کنه؟ ته به تاریخ ته یوه بله داسې ورځ هم پریږدې او کنه، چې له دوی نه د نجات ورځ یې وبولو. نه پوهیږو، چې ستا سکوت له وېرې دی او که د هغې ورځې انتظار کوې، چې ووینې:
و املی لهم ان کیدی متین