اېرو ستات

Aerostat

نوم یې له دوه یونانۍ کلیمو ترکیب شوی. د (ἀήρ – aer) مانا هوا ده او د (στατός – statos) مانا درېدنه ده. د هوا په پرتله سپکه الوتکه ده کوم چې د خپل الوت کوونکي ګاز په ذریعه خپل لېفټ تر لاسه کوي. دوه ډوله بالونونه دي یو ډول یې د ځواک په ذریعه الوت کوي چې د هوایي بېړۍ (airship balloon) په نامه یادیږي او بل ډول یې له ځواک پرته الوت کوي او یوازې بالون نوم ورته اخیستل کیږي. ممکن تړل شوی وي او یا په هوا کې ازاد وي. د دې ډول الوتکو غلظت د اتموسفیر د هوا د غلظت په پرتله کم وي. یو یا څو نري پوښونه وي کوم چې په الوت کوونکي ګآز پړسول شوي وي تر څو الوت وکړي. په هوایي بېړیو کې کوم پوښ چې ګاز لري په بهرني بل استر باندې د ساتنې لپاره پوښل شوی وي.
 
اېرو ستات نوم پرې ځکه ایښودل شوی ځکه چې د اتموسفیر په هوا کې افقي خوځښت نکوي او همدا یې د هوا په پرتله درندو الوتکو سره کومې چې د الوتنې لپاره اېروډانامیک ځواک کاروي توپیر ده.
 
بالون
Balloon
یو بې ځواکه یا ځواک نه کارونکی اېروستات ده. د خوځښت لپاره کوم ځواک نه کاروي. د باد په ذریعه ازاد تګ کوي او یا په کیبل تړل شوی وي. دوه ډولونه لري سپورتي بالون او د هوا پېژندنې بالون. ډېری وخت کامرې هم پکې نصب کیږي او د امنیت لپاره کاریږي. په انګرېزۍ کې د (blimp) هم ورته اخلي. کوم چې د امنیت لپاره کاریږي په انګرېزۍ کې ورته د (observation balloon) نوم اخلي، کوم چې د بلې الوتکې د برید د مخنیوي لپاره کاریږي د (barrage balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د هوا پېژندنې لپاره کاریږي د (meteorological balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د جاسوسي لپاره کاریږي د (espionage balloon) نوم ورته اخلي، د اورلګونې یا چادونې بالون ته (fire balloon) نوم اخلي.
 

2006 Ojiya balloon festival 011

هوایي بېړۍ
Airship
هوایي بېړۍ د اېرو ستات ځواک کارونکی ازاد تګ کوونکی ډول ده او د اداره کولو، کنټرول یا لارښونې وړ وي. درې ډولونه لري کلکه بېړۍ (rigid)، نیمه کلکه بېړۍ (semi-rigid) او نرمه بېړۍ (non-rigid). په کلکه بېړۍ کې د بهرني پوښ لاندې کلک چوکاټ موجود وي او پوښ ته یې ګاز نه بلکې چوکاټ شکل ورکړی وي، په نیمه کلکې بېړۍ کې نیم چوکاټ کارېدلی وي او پورتنه او لاندې خوا یې نرمه وي، په نرمه بېړۍ کې د هوايي بېړۍ شکل ګاز جوړ کړی وي.
 
د کلکې بېړۍ د چوکاټ په منځ کې د ګاز بالون وي. که چېرې د ګاز له بالون څخه ګاز خالي هم شي بهرنی چوکاټ یې د بېړۍ شکل ساتي او په شکل کې یې کوم توپیر نه راځي. له نرمې هوایي بېړۍ که چېرې ګاز ووځي خپل شکل له لاسه ورکوي. په ځینو بېړیو کې له ګاز پرته د اېروډاینامیک اضافي لېفټ کاریږي لکه واړه وزرونه، لکۍ تر څو افقي خوځښت وکړای شي. کوم ډولونه یې چې د اېرو ډاینامیک یاد شوی جوړښت کاروي په انګرېزۍ کې د (hybrid airships) په نامه یادیږي.
 
Goodyear-blimp
Photo by Derek Jensen (Tysto)
ترکیبي اېروستات
Hybrid aerostat
په انګرېزۍ کې هایبرېډ پیوند، ترکیبي او دوه رګه ته وایي. دلته یې مانا د دوه سیستمونو کارونکی اېروستات ده. دا ډول اېروستات دواړه (static buoyancy) او (dynamic airflow) کاروي تر څو پورته تګ وکړي. د اېروستات په دې ډول کې د تګ لپاره د خوځښت ځواک کاریږي او یا په کیبل تړل کیږي تر څو هوا کې په ولاړ حالت کې پاتې شي. که چېرې څرخونه پکې وکارول شي نو چورلکه هم ترې جوړېدای شي.
 
 
د الوتنې د ممکنه کولو لپاره باید ګاز د اتموسفېر د هوا په پرتله کم غلیظ وي. کوم بالون چې د تودوخې په ذریعه الوتنه کوي لاندې پای یې پرانیستی وي. په بالون کې عام کارېدونکي ګازونه هایدروجن، د سکرو او هلیم ګازونه دي.
File:SkyHook JHL-40.jpg
Photo by SkyHook JHL-40

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *