Andean Community
په هسپانوۍ کې ورته (Comunidad Andina) نوم اخلي، پخوا د ۱۹۶۹–۹۷ کلونو ترمنځ د (Andean Pact – Andean Group) په نامه یادېدل. د سوېلې امریکا اداره ده چې د تاسیس موخه یې صنعتي، کرنیزه او ټولنیزه سوداګرۍ کې همکاري ده. په کال ۱۹۶۹ کې د کارتاجېنا تړون (Cartagena Agreement) له مخې رامنځته شوې.
په دې ټولنه کې بولیویا، کولمبیا، اکوادور، پېرو، چیل او وېنزېوېلا په کال ۱۹۷۳ کې شامل شول خو په کال ۲۰۰۶ کې بېرته ووتل. چیل په کال ۱۹۷۷ کې دا ټولنه پرېښوده، پېرو په کال ۱۹۹۲ کې خپل غړیتوب وځنډوه خو په کال ۱۹۹۷ کې بېرته غړې شوه. مرکز یې په لیما کې ده.
دا ټولنه ۹۸ نفوس لري کومه چې په ۴۷۰۰۰۰۰ کیلو متر مربع سیمه کې ژوند کوي. ناخالصه کورنی تولید (Gross Domestic Product) یې په کال ۲۰۰۵ کې ۷۴۵.۳ بیلیونه ډالر وو په دې مقدار کې وینزوېلا هم شامله ده چې په هغه وخت کې یې د دې ټولنې غړیتوب لره.
- اوسني غړي
بولیویا (۱۹۶۹)
کولمبیا (۱۹۶۹)
ویکوادور (۱۹۶۹)
پېرو (۱۹۶۹)
-
- ورسره ګډ ملګري
ارجنټینا (۲۰۰۵)
برازیل (۲۰۰۵)
پراګوې (۲۰۰۵)
یوروګوې (۲۰۰۵)
چیل (۲۰۰۶)
- څارونکي هیوادونه
هسپانیا
- پخواني بشپړ غړي
وېنزوېلا (۱۹۷۳–۲۰۰۶)
چیل (بشپړ غړیتوب ۱۹۶۹-۱۹۷۶, څارونکی۱۹۷۶-۲۰۰۶)
- ورسره ګډ ملګري