سترګې پرانیزه، د بدبینۍ حس له ځان څخه لرې کړه، وګوره چې نړۍ څومره ښکلې ده. هر رنګ، هر بوټی، هر ژوندی موجود او هره څېره له ځان سره بلها کیسې لري؛ خو ته لا تر اوسه ناخبره یې. اه، څومره غافل یې..!
له کومې ورځې، چې دې نړۍ ته راغلی یې؛ د مور او پلار په زړه کې دې ډېرې هیلې راټوکېدلي دي، مور دې شپه او ورځ ستا په خدمت کې تېره کړې ده، خپل خوب یې هم تاته دربښلی ده، ستا د آرامتیا لپاره یې شپه او ورځ زانګو زنګولې ده، ستا درد به دې د مور درد وو او ستا خوښي به دې د مور خوښي وه.
ستا مهربان پلار ټول عمر ستا لپاره هلې ځلې کړي دي، ستړې یې زغملي او خؤلې یې تویې کړي دي؛ تر څو ستا راتلونکی هوسا وي؛ خو افسوس، چې ته ډېر غافل یې..!
اې انسانه!!!
پاڅه او د غیرت مټې را ونغاړه، همت وکړه او د خپلې خوږې مور او ګران پلار هغه هیلې پوره کړه، چې له مودو راهیسې ورته د انتظار شېبې شماري، ته نن ځوان یې؛ زور لرې، قوت لرې، غیرت لرې او هر څه کولی شې؛ خو
افسوس، چې احساس، فکر او عقل دې لا هم ماشوم ده. اه، څومره غافل یې..!
اې انسانه!!!
دا وطن تاته د مور حیثیت لري. د خپلې مور عزت وکړه، په خپله خاوره ننګ وکړه او سر ترې قربان کړه.
تا د ماشومتوب خاپوړې همدلته کړي دي. که ته په رښتیا هم ځان د دې خاورې اصلي بچی ګڼې؛ نو اې، پاڅه او د ساتنې لپاره یې هر ډول ستونزو ته په پوره مینه غاړه ورکړه. د دې خاورې ساتنه په تا باندې فرض ده، هم دا ته د دې خاورې ساتونکی یې او باید و یې ساتې؛ خو، افسوس؛ څومره غافل یې..!
اې انسانه!!!
څومره عمر دې په دې نړۍ کې تېر کړی ده؟
تا تر اوسه په خپل ټول عمر کې خپل دین، مذهب، هېواد، کلتور، ټولنې، کورنۍ او حتّیٰ خپل ځان لپاره څه کړي دي؟
ستا دین تر تا پورې په ډېرو سختیو سره را رسېدلی؛ خو ته یې، چې هېڅ اهمیت نه ورکوې؛ په اصل کې دا دین ټینګښت او ساتنه غواړي. ستا مذهب ساتنه غواړي، کړنلارې یې عملي کول غواړي. ستا هېواد ساتنه غواړی. ستا کلتور او عنعنات دود (رواج) کېدل، عملي کېدل او آن دا، چې نورو ته ور پېژندل غواړي. ستا ټولنه په ډېرو بدبختیو، سختو حالاتو او د جهالت په تورو تیارو کې قرار لري او همدا ته یې، چې باید خپله ټولنه له دې بدبختیو څخه وژغورې. ستا کورنۍ ستا کار، مینې او الفت ته اړتیا لري؛ خو ستا پر ټنډه تل د غصې او قهر نښې وي. ته دې نړۍ ته د څه لپاره راغلی یې؟ تا د ځان لپاره کوم کار کړی ده؟ نه، تل د نورو د اوږو بار یې. اه، څومره غافل یې..!
اې انسانه!!!
په دې خو ایمان او عقیده لرې، چې خدای ﷻ ته ورتګ، حساب او کتاب، جنت او دوزخ، پس له مرګ څخه ژوند شته او له دې ټولو څخه د تېښتې او خلاصون هېڅ لاره نشته؛ نو اې انسانه!، تا تر اوسه د آخرت لپاره څه تیاری نیولی ده؟ آیا تا د آخرت لپاره خپله توښه برابره کړې ده؟ تا د خدای د رضأ لپاره کوم کار کړی ده؟ افسوس؛ څومره غافل یې..!
اې انسانه!!!
بس کړه؛ نور د غفلت له خوب څخه را پاڅېږه، وګرځه او وګوره، چې نړۍ څه کوي او ته څه کوې؟ همدا غفلت به دې یوه ورځ په ځان پورې حیران کړي، خو دا ښه ده، چې مخکې له مخکې ورته آماده و اوسې.
لږ له خپل وجدان او خپل ضمیر څخه وشرمېږه. په تش لاس ژوند مه کوه. تر کله به یې بل ګټي او ته به یې خورې. غیرت وکړه، شهامت وکړه، حرکت وکړه او د ځان او نورو لپاره یو څه وکړه.
اې انسانه! افسوس، چې ډېر غافل یې..!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *