اې! له ښایستونو جوړې ته چېرې رانه ورکه یې چې ددې هېواد هر وګړی په غرونو، دښتونو او ښارونو کې درپسې ګرځي،  تا کور په کور. کوڅه په کوڅه، کلی په کلی، ولایت په ولایت ان د هېوادنو په سطحه لټوي؛ خو تا ځان داسې رانه ورکړی لکه د انځرګل هېڅ زموږ خواته لاره نه راغلطوې.   هېڅ دې په موږ باندې خوشحالي نه ده پیرزو، هېڅ د په موږ باندې خندګانې او موسکاګانې نه لورېږي چې رانه ورکه یې خو ورکه یې. قسم ده په سترګو درپسې ړندېږو، نږدې دی چې لاسونه او پښې مې له ډېرو مزلونو درپسې شلېږي غوږونه مې ستا د خواږه اواز د اورېدو په تمه دي ته چېرې ته یې،  ځان راویښه، کته رانه مروره وې، موږ ننواتې درځو، لاسونه او پښې به دې درښکل کړو؛ خو نوره راشه، ستا جدایي نشو زغملی…

اې! د خوشحاليو ټولګې ته له کوم وحشي سره په زندانونو کې شپې ورځې سبا کوې  چې ددې هېواد پیغلې، ځوانان سپین ږیری، ماشومان ړانده او کاڼه ستا راتګ ته انتظار باسي، ته کوم ځناور داړلې یې چې زموږ له چم څخه لرې تللی یې، ته کوم د انسانیت او بشریت دښمن ویرولې یې چې نه راځې، ته کوم وحشي صفته انسان خفه کړې یې چې د نړۍ ګوډ ګوډ مو درپسې ولټولو خو درک دې نشته دادي نن مو ستا په پار د هېواد په هر ولایت کې خیمې درولې دي په چیغو او نارو درته زارۍ کو چې راشه،   د خدای لپاره، نوره راشه، درپسې زړه چاویدي شو، زیات درپسې خفه شوي یو، نوره دا نازونه مه کوه، ته خو د ښایستونو مور یې ستا په شتون کې د هر غمزده په شونډو موسکاګانې غوړېږي مات زړونه رغېږي او ستړې ارواح ګانې د ارام ساه اخلي…

اې! شیرنې، قندې، نباتې ته چېرې یې چې هر ټوپکوال ستا نارې وهي، طالب په تا غږ کوي، دولت په تا پسې د هر کور دوازه وټکوله، په هېواد کې شته قومونه ستا انتظار کوي خو ته نشته یې اخر دا چا رانه پټه کړې یې دا  ځناور څوک دی؟ چې تا نه پرېږدي چې دغه ځورېدلي ولس ته خوشحالۍ او موسګانې. خندګانې، څاګانې، اټڼې، ورورولي، دوستي مینه، محبت او د سپېڅلي عشق رنګونه راوړې…

اې! د ښکلا ناوې ته چېرته یې چې د غره سپره مره شپونکی په زړه بوږنونکي اواز د شپلۍ په ژبه درپسې نارې وهي، تا غواړي او ستا په غېږ کې نور د ارامه خوبونو ارمانجن دی، ته چېرې یې چې د هر جومات امام  غواړي ستا په څنګ کې نور له خپلو مقتدیانو سره په خوار ډاډ سره امامت وکړي، په تا پسې له ډېر سوال او زارۍ څخه د سندرغاړو مرۍ وشکېدې، هئ ناځوانه مروره یې که چا ویرولې یې ولې غږ راته نه کوې د خدای لپاره زړه مو درپسې وچادو غږ وکړه  چېرته یې…

اې سولې! خوږې پستې او زړه ته رانږدې نوره راشه درپسې ډېر ډېر خفه شوی یو،  زه په تا باندې یو نالیدلی مین یم، ته زما له نازونه، ښایستونو او خیالونو جوړه معشوقه یې لکه څنګه چې ماته ډېره ګرانه یې،  ددې هېواد د هر وګړي په زړه کې داسې ځای لرې ته ځان راته وښایه موږ به درشو خپلې لیمې به ستا قدمو ته کېږدو تا به راولو نوره به دې ددې وحشي، ځناور له منګلو راخلاصه کړو چې ته یې له ځان سره بندي ستالې یې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *