د دې بیچاره او مظلوم ولس دښمنه، که هر څومره ژور او د هر څومره پردو شاته پټ شې او هیڅوک درباندې خبر نشي او هیڅوک دې ونه ګوري، له خدای تعالی نه به چیرته پټ شې.؟؟؟ تا نه یوازې د څو بې ګناه مسلمانانو وینې تویې کړې، تا نه یوازې دا چې له خلق الله سره ظلم وکړ، دا ددې دین اساسات ولړزول، تا ددې دین قاعده ورانه کړه، تا دا سپیڅلی دین بدنام کړ، تا ددې دین د احکامو سپکاوی وکړ او تا له دې دین سره خیانت وکړ… تا هغه څه وکړل، چې زما د دین او عقیدې دښمنان یې غواړي، ته په هغه لاره لاړې چې د فرعون او نمرود په څیر سرکښه او بدمرغه انسانان پرې تللي ول… زه له تانه د یو مسلمان په توګه پوښتنه کوم د خبریال ګناه څه وه، په کومه ګناه دې وواژه.؟؟؟ هغوی خو ستا د وحشت انځور ته پرداز ورکاوه، هغوی خو ددې لپاره تللي وو، چې ستا قساوت د رسنیو د سر ټکی کړي او دا هغه څه دي، چې ته یې ارمانجن یې؛ نو بیا دې ولې ووژل.؟؟؟ د کندهاري ماشوم ګناه څه وه، ولې دې مظلومانه شهید کړ.؟؟؟ هغوی خو د الهي معافیت سند هم لري، ایا ته له خدایه هم ډیر زورور وې، چې معاف دې نه شوای کړی.؟؟؟
هو ممکن ووایې چې مونږ غوښتل کفار مردار کړو؛ خو ماشومان او خبریالان مو شهیدان کړل؛ خو زه یوه بله پوښتنه لرم، په ټولو اسلامي نصوصو کې داسې حکم را وښایه چې هم قاتل شهید وبولي او هم مقتول، که دا معصوم ماشومان شهیدان بولې، خپل ځانمرګي ته کوم نوم ورکوې او که ځانمرګی دې شهید وي؛ نو د کوم اسلامي حکم له مخې زما د ماشوم قتال روا دی.؟؟؟؟
د ځواب په هیله.
احمد زی وروره.کاش چه قاتلانو سره یو قانع کونکی ځواب وای،دوی هیڅ کوم ځواب نه لری ،بی له د چه سرونه ټیټ ونیسی،او مړی سترګی یی به ښکته نیولی وی،خو اوس هم سر د وخت دی،هغه دا چه توبه وباسی،د سولی لپاره هلی ځلی وکړی،له دی وروسته خلک په ارام پریږدی،