د لوديانو د واکمنۍ نه د مخه او وروسته په ډېرو سيمو کې پښتانه او هندوان يو ځای اوسېدل. ښايي کليوالي او سيمه ييزې نښتې، د دوی تر مينځ لکه څنګه چې هندوانو له هندوانو سره ،او مسلمانانو به له مسلمانانو سره کولې. دا رنګه د هندوانو او مسلمانانو تر مينځ به هم کله ناکله نښتې شوې وي. ولې تل دغه جګړو يوازې مذهبي رنګ نه درلود. کله کله د ټولنيزو اړيکو له مخې هم تاريخ د دې شاهد دی چې د مسلمانانو او هندوانو ترمينځ جنګونه شوي دي.
نانګ په دغسې يوه ټولنه کې چې هندوانو او مسلمانانو يو ځای ژوند کاوو، د اپرېل ۱۵ په ۱۴۶۹ز کال د راوي د سين پر غاړه وزېږېد.
پلار يې «سېوارام» نومېده يو کليوال هټۍ وال وه ،چې د هندوانو او مسلمانانو د باور وړ کس ګڼل کېده.
نوموړی د «۷» اوه کالو په شاوخوا کې وه، چې ښوونخي کې شامل شو. دی په همدغه عمر کې دومره يو ځيرک ماشوم وه ،چې ښوونکی ورته ګوته په غاښ وه. يوه ورځ يې له ښوونکي نه د الف د توري په هکله داسې پوښتنې وکړې ،چې د څښتن تعالی د وحدانيت يو څرګند ثبوت پکې تر سترګو کېده.
د همدې کلې يو ملا چې سيد حسين نومېده ،ده په پټه د اسلام د ښېګڼو په اړه خبرې کولې او دې خبر و پرې دومره اغېزه کړې وه ،چې د هندوانو د يوه سپېڅلي دود تار تړلو نه يې سر وغړاوه.
نانک به دېر ځله د کلي يوه نږدې ځنګله ته روان وه ،او ډېر وخت به يې هلته تېروه.
دی چې «۱۵» پنځلسو کالو شو، نو پلار ورته د سوداګرۍ لپاره يو څه پيسې ورکړې ،چې مالګه پرې واخلي او بيا يې وپلوري.
ده چې وليدل يو شمېر بېوزله کسان خيرات غواړي، نو نانک پرې بيا خپلې ټولې روپۍ ووېشلې، او خالي لاس کور ته راستون شو، پلار يې چې خبر شو، ويې غوښتل چې نانک وډبوي .بيا د کلي مشر چې د نانک له اروايي حالت سره بلد وه ،نو پيسې يې له جيب را ووستې او د هغه پلار ته يې ورکړې.
د نانک پلار چې د کلي مشر د «رام بولار» دغه خواخوږي وليده، ده ته هم پوښتنه پيدا شوه چې ولې زما زوی په ټولو کليوالو دومره ګران دی؟
پلار يې پرېکړه وکړه چې نانک سلطان پور ته ولېږي .هلته د ده يوه لور د هغه ځای اوسېدونکي «جي رام» ته واده کړې وه. ده د لودي دولت خان سره هلته کار کاوو. نو ځکه سيوا رام هلته نانک ته يوه هټۍ جوړه کړه.
لا ډېره موده نه وه تېره چې دوکان له هر څه تش شو. دا ځله چې نوموړي به کوم بېوزله څوک وليد نو هر څه به يې ورته وړيا ورکول، د ده اوښي جي رام خپله ټوله کيسه خپل مشر لودي دولت خان ته وکړه. هغه هم د مرستون مشر وټاکه. ده په ډېرې امانت دارۍ د مرستو وېش پيل کړ او هغه چا سره يې مرستې کولې چې بې کسه او بې وسه به وه.
د ده له لاسه ډېرو کسانو، لودي دولت خان ته شکايت وکړ. ولې د پلټنو په ترڅ کې څرګنده شوه چې نانک د انصاف څښتن او پوره د باور وړ کس دی ،چې نور هم لودي واکمن ته د باور وړ وګرځېد.
موږ د مخه د سلطانپور يادونه وکړه، او د سکانو دوديزه مېله چې اوس هم د ننګرهار په سلطانپور کې ،په کال کې يو وار جوړېږي نو ځکه خو د سلطانپور نوم د پام وړ ګڼل کېږي.
د ننګرهار په سکانو کې داسې يوه انګېرنه موجوده وه ،چې بابا نانک کله ورک شو ،نو د سلطانپور له يوې چينې نه تر بل سلطانپوره پورې ورسېد. دلته موږ دوه سلطانپوره پېژنو، چې يو همدغه د ننګرهار سلطانپور دی ،چې د مخه يې يادونه وشوه او بل سلطان پور د هندوستان دی چېرته چې نانک هلته د مرستون مشره وه.
د دغه سلطانپور په اړه ويل کېږي چې د کوشانيانو د واکمنۍ په مهال کې دغه سيمه د «سرومانپور» په نوم يادېده، د بودايي لمانځنو مرکز و.
د غزنوي محمود لخوا دا ښار وېجاړ شو، ولې د هغه مهال يوه جنرال چې لودي سلطان خان نومېده دا ښاريي بيا ورغاوه چې ځانګړی ارزښت يې درلود.
داسې هم ويل کېږي چې د دې ښار بنسټ يوسف خان اېښی دی ،چې د لودي سلطانپور په نوم يې ونوموه خو په کوم وخت کې چې لودي دولت خان د سلطان پور واکمن وه ،نانک ډېره موده دلته استوګن وه .نو ځکه خو د سکانو روايت اوس هر سک ته سپېڅلی دی. نانک له سلطانپور نه وروسته له خپلو دوه تنو ملګرو سره ،
چې د يوه نوم يې مردان ربابي چې مسلمان وه. خو کله به چې نانک کوم نوی شعر وليکه نو بيا به مردان ورسره رباب واهه.
دويم ملګری يې هندو وه چې «رامداس» نومېده درې واړه د اوږده سفر ملګري وه. لومړی يې د پنجاب ډېرې سيمې وليدې بيا کابل ته په لاره د ننګرهار په سلطانيو کې واړول.
بيا له همدې ځايه کابل ته ورسېد چې له هغه ځايه ايران او بيا ترکيې او په پای کې مکې معظمې ته ورسېدل.
يوه ورځ چې پښې يې د کعبې لوري ته غځولې وې، قاضي رکن الدين پرې غوسه شو. چې ګنې تا د سپکاوي لپاره داسې کړي دي نو نانک په ځواب کې ورته وويل که تاسو کولی شی زما پښې هغه لوري ته کړی چې هلته خدای (ج) نه وي؟
بېرته په لاره کې مردان د افغانستان په خلم کې مړ شو ولې د هغه مړی يې وسوځوه او بېرته پنجاب ته راغی دويم ځل نانک له يوه بل ملګري ،چې د مردان زوی کېده سجاد سره کندهار ته لاړ. دا هغه وخت دی چې بابا نانک ډېر پلويان پيدا کړي وه او د ډېر شهرت څښتن هم شوی وه.
لودي ابراهيم چې په ۱۵۱۷ز کال (۹۲۳ هـ.ق) کې پاچا شو د بابا نانک نوم د هر چا د ژبې په سر وه. نو بيا یې دی دربار ته راوغوښت ،خبرې يې ښې پرې ونه لګېدې، نو ځکه يې زندان ته ټېل وهه.
لودي ابراهيم نه يوازې د نانک غوندې يو شمېر نور فقيران رټلي وه ،بلکې د پلار او نيکه ډېر سرداران يې هم يا ووژل او يا خو يې بنديان کړل .ان دا چې د ده نږدې تربور، دولت خان د پنجاب حکمران هم د ده په ضد بابر ته بلنه ورکړه ،چې په ابراهيم لودي بريد وکړي.
د بابر د واکمنۍ په مهال نانک مشهور په ګورو نانک (بابا نانک) دومره پلويان او پيروان پيدا کړ چې د راوي د سين په غاړه د ده په دېره کې هره ورځ ګڼ شمېر مريدان د ده په لنګر کې حاضر وه.
دی نه يوازې په سکانو ګران وه بلکې د مسلمانانو لپاره هم د درناوي وړ وه.
کله چې دی د سپتامبر په ۲۲ د ۱۵۳۸ز کال د ۷۱ کالو په عمر مړ شو، نو بيا داسې يو روايت شته چې مسلمانانو غوښتل چې دی ښخ کړي او سکانو بيا ټينګار کاوه ،چې دی وسوځوي، ځنې د ده د مرګ نېټه(۱۵۳۹) ښيي .هغه مهال چې څادر د ده له مخه پورته شو ،که ګوري دی نه وه په کيسه کې دا هم را غلي دي چې مسلمانانو د هغه څادرنيمه برخه ښخه او سکانو د هغه څادر نيمه برخه وسوځوله.
له ده نه وروسته د ده پيرانو د ده تعليمات د سکانو په مينځ کې خپرول او يو زوی يې «سري چند» نومېده ،د ده په څېر يو فقير انسان وه. ولې بل زوی يې چې «لکمي چند» وه يو شتمن انسان وه چې نبيره يي اوس هم په پنجاب کې اوسېږي.،
دغه يادونه هم د پام وړ برېښي چې وويل شي:
«ګرو نانک» يانې څه؟ نانک خو نوم وه چې په ده اېښودل شوی وه «کرو» د سنسګرت ژبې اصطلاح ده چې د ښوونکي (لارښود) په مانا کارول کېږي او پخپله د «سيک» کلمه بيا د ډېرو په اند د زده کړو په مانا راغلې ده.
ښه معلوماتي لیکنه ده، ډېره مننه.
رښتیا هم ډیر په زړه پورې معلومات مو خپلو هیوادوالو ته په ډیرو ښایسته الفاظو سره وړاندې کړي دی. هیله ده زمونږ هیوادوال په ځانګړي دول ځوانان داسې ګټور مطالب ولولی . د مسلمانانو او نورو ادیانو ترمنځ کوم تفاوت چې شته له منځه لاړ شيږ