نن د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې کونړ د پکتیا او لغمان د پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه
نن د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې د کونړ لوبډلې پکتیا او د لغمان لوبډلې د پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
لومړۍ لوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د پکتیا او کونړ لوبډلو ترمنځ وه. د لوبې پچه د پکتیا لوبډلمشر وګټله او کونړ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. کونړ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره پکتیا ته د ۱۶۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې سیدالرحمن ۴۴ او عضمت ۲۲ منډې جوړې کړې. د پکتیا توپ اچونکو لخوا نور رحمان ۴، ناصر ۲ او اسد هم د کونړ ۲ لوبغاړي وسوځول.
پکتیا لوبډلې د سیالې لوبډلې لخوا ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۳۲ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۴۱ منډې جوړې او لوبه یې د کونړ په بریا پای ته ورسوله. ددوی له لوري ناصر ۳۵ منډې جوړې کړې. د کونړ توپ اچونکو له لوري ممتاز د سیالې لوبډلې ۴ او ابراهیم ۲ لوبغاړي وسوځول.
ممتاز د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
دوهمه سیالي د کابل په زرملوال نړیوال لوبغالي کې د پکتیکا او لغمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د پکتیکا لوبدلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. لغمان لوبډلې په ۴۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبدلې ته د ۲۳۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې مرتضی ۱۰۸ بریالۍ منډې جوړې کړې. د پکتیکا توپ اچونکو له لوري ظاهر د سیالې لوبډلې ۳، زاهد ۲ او حنیف هم دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې پکتیکا د سیالۍ تر وروستي اووره د ۲۲۳ منډو په جوړلو سره د ۱۵ منډو په توپیر لوبه د لغمان پر وړاندې وبایلله چې له ډلې یې جمشید ۱۰۳ منډې جوړې کړې. د لغمان توپ اچونکو له لوري فهیم پنځه او ناصر ۲ لوبغاړي وسوځول.
جمشید او مرتضی د سیالۍ غوره لوبغاړي ونومول شول.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دغو سیالیو کې د لوبډلو له منظم او بریالي پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د لوبغاړو اغیزمنه ونډه د راتلونکې لپاره ښه زیري له ځانه سره لري.