ما يې لاس ښکل کړ، مال بابا ستړی مه شې
بابا، چې زمونږ کره مېلمه و، زما په سر لاس راښکو، ويې ویل لویه شې بچۍ.
لاړم دباندی چې د همځولو سره میرګاټي وکم!
چې کله کاله ته راغلم نو بابا مې راته اواز کړ، ویې ویل، شاندانې لورې دلته راشه.
په منډه منډه د بابا خوا ته لاړم
بابا مې په سر لاس راښکو ویې ویل. اومبارک شه بچۍ
مال ولی بابا
ویې ویل، ملک اجي ته مې ورکړې
ما وخندل
مور مې د برنډې بر سر ته ناسته وه ژړل یې
منډه مې کړه او د مور خوا ته ورغلم
مال ولی ابۍ، ولې ژاړې؟
ویل یې بچۍ پلار دې ظالم دی، خپل همځولي ته یې ورکړې
ما بیا وخندل
مور مې پاڅیده او د کڼکۍ نه د باندی یې راته هغه بابا وښودو د چا چې ما مخکې لاس ښکل کړی و.
مور مي په ژړا راته وویل بچې هاغه بوډا ګورې! هغه ستا میړه دی.
ما په خپل ژوند کې د اخر ځل لپاره بیا وخندل او بس.
بدبخته قوم

What the heck is this? Then stay home and do not get married.