پاچا خان (خان عبدالغفار خان) د عدم تشدد ( له تاوتریخوالي کار نه اخېستل) د فلسفې بنسټګر و.
د ده پلار بهرام خان نومېده چې د اشنغر د سیمې خان و او پاچا خان همدلته په اشنغر کې زېږېدلی دی.
پاچا خان د پښتنو مرضونه ښه پېژندلي ول او د دې مرضونو د تشخیص او درملنې لپاره يې د پښتونو د سمولو او په سمه لار د رهبري کولو لپاره مټې رابډوهلې او ډېر څه يې وکړل.
لومړی يې په خپله سیمه کې د اتمانزو ازاد هايي سکول جوړ کړ او خپل دواړه زامن غني خان او ولي خان او دغه راز يې خپله لور هم په همدې سکول کې شامل کړل.
پاچا خان د پښتو د اصلاح لپاره د (انجمن اصلاح افاغنه) په نامه یوه ټولنه جوړه کړه چې دوی به خیره کارونه کول، یعنې له خلکو سره به يې خټې کولې، جوماتونه به يې جوړول او هر هغه چا ته به يې لاس ورکاوه چې مرستې ته به اړ و.
دغه ټولنه بیا په ۱۹۲۸ کال کې د خدايي خدمتګارانو په نامه بدله شوه او همدغه خیره چارو ته يې دوام ورکړ.
که څه هم تشدد د پښتون په خټه کې اغږل شوی دی، بابا به ویل تشدد ـ تشدد زېږوي، نو پکار ده چې له نرمۍ او عاطفې کار واخلئ او په نرمه ژبه خپل مقصد ته ورسېږئ.
لنډه دا چې پاچا خان د پښتنو د بیدارۍ لپاره تر خپلې وسې هڅې وکړې.
که تاسې غواړۍ چې پاچا خان ولولئ، نو د هغه د ځان پېښو یا آټوبیوګرافي اثر ولولئ!
د پاچا خان اټوبیوګرافي (زما ژوند او جد جهد) نومېږي.
دغه اثر د افغانستان په اکثرو کتابپلورنځیو کې موندل کېږي.