د ۱۹۴۸ د اګست په ۱۲مه د نيول شوې پښتونخوا په چارسده کې په زرګونو سوله یيز لاريونکوونکي ټپيان، بنديان او تر ٦٠٠ ډېر شهيدان کړل شول. ژوندى دې وي د بابړې د شهیدانو یاد.
پر دوی د پاکستان د يوه کشميري چارواکي قيوم خان په امر ډزې وشوې. د دغو خونړيو ډزو په پایله کې تر شپږ سوه ډېر پښتانه چې د خدايي خدمتګارانو ملاتړي وو، شهیدان او په زرګونو نور ټپیان شول او ډیر شمیر نور یې د پاکستان په جیلونو کې د ظلمونو او وهلو ټکولو په وجه مړه کړل.
له هغې ورځې چې انګريزي غلامان په اسيايي هېوادو کې په واک شوي بيا تر ننه د پښتنو سوله یيزې حق غوښتنې دغه ډول ځپل کېږي، او پښتون مجبور دی چې د ټوپک په شپيلۍ خبرې وکړي.
د هغې ورځې په هيله چې پښتانه مشران له بهرنيو راتاوو کرښو څخه راووځي او د دغه ټوپک په شپيلۍ يوازې د پښتون د حق غوښتنه وکړي. درنو پښتنو د طالب، ډيموکراټ، کمونيسټ، اخواني، نيشنلي او په نورو نومونو مو خلک وژلاى او حق خوړلاى شي، خو د پښتون په نوم په دې نړۍ کې داسې ځواک نشته چې ستاسې حق وخوري.
ستاسو ورور عبدالرحمن آریوبي