ګل رحمن رحماني – 

     سږ کال د نوبل ادب نړيواله جايزه يوه داسې امريکايي ته ورکړل شوه چې د جايزې له ورکړې يو ساعت وړاندې يې هم چا اټکل نه شو کولى او د نوموړي د نوم  له اعلان وروسته هم ممکن ګڼ کسان د نوموړي پر ټاکنه حيران شوي وي، ځکه چې يو خو د نوبل د ادبي برخې په تاريخ کې يوه سندرغاړي ته ددې جايزې ورکړه عجيبه وه او بل دا چې په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکايي نوبل وړ ليکوالو چندان خونده نه وه.

   د ٢٠١٦ کال د ادبياتو نوبل ګټونکى باب ډېلن له يوه ليکوال او شاعر ور ها خوا سندرغاړى او د انګريزي سندرو شاعر دى، شهرت يې د نړۍ پر ځاى تر ډېره امريکا پورې محدود و او د نوبل کمېټې هم ښايي د نورو کلونو د ګټونکو خلاف د ډېلن په اړه ډېرې څرګندونې ځکه کړې وي چې د نوموړي په اړه د حيرانۍ دغه کچه يو څه ټيټه کړي.

باب ډېلن څوک دى؟

   د باب ډېلن( Bob Dylan) بشپړ نوم رابرټ الن زيمرمن دى، نوموړى په ١٩٤١ زېږديز کال کې د امريکا په مينه سوټا ايالت کې زېږېدلى او په په نړۍ کې دانګريزي ژبې د سندرغاړي، شاعر او سندرو د کمپوز جوړونکي په نوم شهرت لري او د سندرو شاعر نوم هم ورکړل شوى دى، په انځورګرۍ، سندريزو ارګسترونو او  فلمونو جوړولو کې هم شهرت لري.

  هغه د موسيقي په برخه کې له ٤٦ کلنې تجربې سربېره تر اوسه پورې ٤٥ البمونه ترتيب کړي چې تر څنګ يې له ګڼو  نورو هنرمندانو سره هم همکاري کړې، بېلابېل کنسرټونه يې ورکړي او جايزې يې اخيستې دي، خو پر دې سربېره هم د موسيقي پوهان نوموړى د يوه ځانګړي سبک رامنځته کوونکي نه بولي.

   نوموړى په شپېتمه لسيزه کې د فولکلوري موسيقي برخه کې  د ځوانانو له پاره د يوه ځوان رهبر په توګه ژوند وکړ. د جګړې ضد او د بشري حقونو پر ملاتړ يې سندرې ويلې، د سندرو تر ټولو وروستى البم يې په ٢٠٠٩ کال کې  په (Christmas In The Heart) نامه خپور شو.

    تر دې دمه د ډېلن د سندرو څه باندې ٥٨ ميليونه نسخې پلورل شوې او پر دې سربېره ٥٠٠ سندرې يې ليکلي دي چې د ٢٠٠٠ نورو سندرغاړو له لوري ثبت شوې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې وړاندې شوې دي.

د ډېلن ماشومتوب

    باب په ماشومتوب کې له موسيقي سره مينه درلوده، همغه وو چې په لس کلنۍ کې يې د ګيتار غږولو تمرين پيل کړ، پلار يې ورته ګتيار اخيستې و، خو دا چې طبعيت يې د مور او پلار په څېر نه و، نو  له هغوى يې خپله ناخوښي په يوه ډول څرګنده کړې ده، په اتلس کلنۍ کې د ښوونځي له پاى ته رسولو وروسته د (دشادوز) په نامه د موسيقي ګروپ غړى شو او د ځوان پيانو غږونکي مسووليت يې درلود.

وروسته يې دا ډله پرېښوده، مينه سوټا ته راستون شو او هلته يې په پوهنتون کې داخله وکړه، خو طبعيت يې د پوهنتوني ټولګي له پاره برابر نه و، غير حاضري يې کوله او شپږ مياشتې وروسته يې پوهنتون پرېښود، خپله دده خبره ده چې ټوله شپه به يې په ساز او سردو تېروله، د د ورځې به مې خپل خوبونه کول، نو څنګه به مې ټولګي او درس ته وخت پيدا کړى و؟

په پيل کې يې نوم يوازې باب و چې د کورنۍ د يوه محبوب غړي نه يې اخيستې و، خو وروسته يې نوم په باب ډيلن بدل کړ او لامل يې هم له انګليسي شاعر  ډيلن تامس سره مينه وه، خو بيا په دې اړه پوره وضاحت نه ورکوي چې ولې يې نوم بدل کړ، ځکه دى خپله وايي:((دا چې ولې مې ځانته دغه ځانګړى نوم غوره کړ، په رښتيا هم نه پوهېږم، بس يوه ورځ مې ذهن ته راغى او د ځان لپاره مې غوره کړ.))

باب تر دې دمه په کړو  مرکو کې د خپل ماشومتوب په اړه څه نه دي ويلي، که يې ويلي هم دي له ماشومتوب نه يو ډول ناخوشي او خپګان په کې څرګند شوى دى. دى وايي هېڅ وخت مې نه په يادېږي چې زه يو ماشوم وم، فکر کوم چې ماشومتوب مې نه دى تېر کړى، بس يوازې دا چې له مشهور سندغاړو لکه هنک ويليامز، جيمي روجو او وودي ګاتو سره مې مينه درلوده، تر ډېره په ولسي(فولکوري) موسيقي کې ورک وم.

باب له چا اغېزمن دى؟

   په پيل کې ددې ويل اړين دي چې د ډېلن د موسيقي  او سندرو د خوږلت يو لامل هم له ولسي يا فولکوريکې موسيقي سره ژور تړاو او ناپايه مينه وه، ځکه دا موسيقي خلکو ته تر معاصرې موسيقي ډېره محبوبه او منلې وي. باب همدې ځانګړتيا ته  په پام سره خپلې سندرې له بشري او ټولنيزو مسايلو سره وتړلې او د محبوبيت رېښې يې لا ژورې شوې.

   د باب په ګڼو  اثارو کې د اکلاهاما ايالت د محلي موسيقي مخکښ (وو دي ګاتري )اغېز او يادونه شته. دغه سړي  ته ده د موسيقي پلار هم ويل کېږي او همدا لامل و چې باب ډيلن يې ځولۍ ته ور ولوېد او په اصطلاح په پيرۍ يې ونيوه.

    په ١٩٦٠ کال کې چې کله د ډېلن اېډيال سندرغاړى ګاتري د زړه د حملې له امله د امريکا  نيو جرسي په يوه ايالت کې بستر شو، نو باب د ټيليفون له لارې غوښتنه وکړه چې غواړي له هغه سره خبرې وکړي، خو ورته وويل چې ګاتري ځواب نه ورکوي، خو خوښېږي يې چې څوک پوښتنې ته ورشي.

   دا د باب له پاره ډېره عجيبه شېبه وه، هغه کس يې ليده چې په سندرو او شعرونو کې يې خپله نړۍ لټوله، له يوه ګيتار او لسو ډالرو سره يې د نيوجرسي په لور حرکت وکړ، نيويارک ښار په رسېدو د ګرېنويچ ويلج سيمې ته ځي، د منهاټن سويلي خواته د هنرمندانو په يوه ټولي ورپېښېږي او له څو سترو  سندرغاړو سره مخ کېږي، شپه پرې راځي، د ټولو مخ کې د ګاتري سندره وايي، په همدې محفل کې ګاتري هم وي، په دې توګه دهغه ځان پام ته اړوي او  د لومړي ځل لپاره باب ته د يوې سندرې کمپوز جوړوي.

    په ١٩٦١ کال کې يې په خپل نامه د سندرو لومړى البم خپور کړ چې ټولې په کې ١٣ سندرې وې، خو يوازې دوې يې خپله جوړه کړې وې، وروسته څرګنده شوه چې البم يې چندان پلور نه درلود.

   په همدې کلونو کې د سوز په نامه يوې نجلۍ سره اشنا شو  او د دواړو اړيکو ترمنځ ژوره شوه، خو سوز ناڅاپي اېټاليا ته د تحصيل لپاره لاړه  چې دې بېلتون پر باب ژوره اغېزه درلوده، وروسته يې له نورو هم مسلکه نجونو سره اشنايي پيدا شوه او ګډې سندرې يې ورسره اجرا کړې.

د نوبل جايزې لپاره ولې انتخاب شو؟

   ديلان ته ددغه جايزې د اعلان پر مهال د ديلان ډېر کم پلويان را ټول شوي وو، د سويډن  نوبل اکاډمي مرستيال د ډيلان او د هغه د اثارو په اړه وويل:(( نوموړى د انګليسي ژبې ستر شاعر دى، په تېرو ٥٤ کلونو کې په پرلپسې ډول خپل اثار پنځوي او په حقيقت کې يې يو ستر هويت پنځولى دى.))

   نوموړي د يوناني ليکوالو اثارو ته په اشارې سره وويل:((د يوناني ليکوالو د اثارو په اړه څرګنده ده چې لومړى يې دغه اثار د نندارليکونو په اړه پنځولي دي. د ډيلان اثار هم په همدې ډول دي.، څنګه چې موږ د هومر او سافو اثار لولو او خوند ترې اخلو، باب ډيلان هم دا ډول نړيوال شهرت لري.))

د موسيقي په ډګر کې د ډيلان له لاسته راوړنو سربېره ،نوموړى د هنر او ادبياتو په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري چې په دې اړه يې د شپږو کتابونو يادونه اړينه ده، له دې کتابونو درې ټوکه را ټول شوي چې منځپانګه يې د هغو له سندرو او ادبي اثارو څخه تشکيل شوې ده.

نوموړى انګريزي موسيقي ته د خپلو خدمتونو برخه کې يواځې له فولکوريکې موسيقي سره پاتې نه شو او خپله لاره يې بدله کړه چې وروسته د فولک- راک موسيقي نوم ورکړل شو . هغه ته تر دې وړاندې په ٢٠٠٨ کال کې هم امريکايي کلتور ته د خدمت او ولسي موسيقي لپاره د  قوي او فوق العاده شاعرۍ په سبب د پوليټر جايزه ورکړل شوې ده.

د نوموړي د شاعرۍ کره کتونکي او مينه وال  په شعر کې د قافيو او استعارو په برخه کې د ډېلن چلند ماهرانه او عجيبه بولي  چې يواځې د هغه ځانګړتيا ده، ددې ترڅنګ شوخ طبعي، د ټولنيزو شرايطو تفسير او پر کلمو برلاسي د نوموړي بل مهارت بولي چې د موسيقي او شعر په اړه ژورې پوهې يې دغه هنر دومره پياوړى کړى چې پر نورو سترو شاعرانو او موسيقي پوهانو يې هم خپل اغېز پرېښى دى.

دى د خپلو شعرونو او سندرو له اړخه ځينو کره کتونکو له يوناني شاعرانو هومر او سافو سره پرتله کړى او لامل يې دادى چې د هغوى ځينې شعرونه ددې وړ دي چې د پردې پرمخ( تياتر) کې وښودل شي او ډېلن ځينې شعرونه هم دا ځانګړتيا لري.

د انځورګرۍ په برخه بيا د نقاشۍ پوهانو د پيکاسو په څېر د ستر نوم او هنر خاوند بللى، ځکه چې د انځوريزو ټوټو ټولګه (Drawn Blank) يا خالي طرحې يې چې په ١٩٩٤ کال کې خپره شوې، ګڼې داسې بېلګې لري او له همدې امله په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې په المان کې د نقاشيو په يوه ستر نندارتون کې د پيکاسو له اثارو سره يو ځاى نندارې ته وړاندې شوې.

    نو په ټوله کې ويلى شو چې په سندرو او شعرونو کې د بشري ناخوالو او محروميتونو غږ اوچتول، ولسي يا فولکوريکې موسيقي او شاعرۍ ته کار کول، د لرغونو  شاعرانو هومر او سافو په سبک شاعري او ننداريزه بڼه ورکول او په خپلو نقاشيو کې د بشري پيغامونو را نغاړل او لسيزې خدمت هغه څه وو چې د نوبل کمېټه يې پر دې قانع کړې چې ډېلن ګټونکى وبولي.

د ادبياتو نوبل ګټونکي ځانګړنې

تر ټولو وړاندې ددې خبرې يادول اړين دي چې د نوبل ادبياتو جايزه چې مادي امتياز يې د سويډن او نوبل کمېټې د هر کال اقتصادي وضعيت ته په پام سره ټاکل کېږي، کله ځانګړي اثر او کله ليکوال ته ورکول کېږي.

مثلا موږ له ځينو نړيوالو اثارو سره مخ کېږو چې نوبل ګټونکى اثر نوم پرې ليکل شوى وي، دلته کله کله له ليکوال نه اثر زيات مشهور شي لکه د ټاګور ( ګيتانجلي) او د ګونتر ګراس( حلبي ډول)اثار، خو سږ کال بيا ګټونکي په برخه کې د ليکوال خبره مطرح ده.

د نوبل ګټونکي اثر د ځانګړنو په اړه خپله د سويډن د نوبل کمېټې کړنلاره او د نوبل وصيت دا موضوع څرګندولى شي، خو د لار وضاحت له پاره بايد ووايو چې د نوبل جايزه هغه اثارو او ليکوالو ته ورکول کېږي چې د بشريت د خير ښېګڼې له پاره يې خپل اوږد مهاله موثريت ساتلى وي.

د نوبل د اختراعاتو( باروت، وسلې او جګړه) خلاف د انسان د سوکالۍ، ژغورنې او ارامۍ لپاره نړيوال بشري پيغام ولري، تور، سپين او… په کې مطرح نه وي، يوازې انسان او دهغه د ورکو خوښيو او سولې موندلو هڅې په کې په پام کې نيول شوې وي.

له تبيعض، سمت، مذهب او نژاد پالنې لرې يې نړيوال فکر او نړيوال مفاهم وړاندې کړي وي، پر بشري ټولنو يې خپل ژور اغېز او سمون پرېښى وي، لارښود واقع شوى وي او ليکوال يې د همدې موخې لپاره يو عمر له لاسته راوړنو ډک خدمت کړى وي.

د ادبياتو پر نوبل نيوکې

د سويډن د نوبل پر اکاډمي ځينې نيوکې هم کېږي چې تر ټولو مهمه يې هم اصلي مستحقو کسانو ته ددې معتبرې جايزې نه ورکول او دوه مخى چلند دى. ځينې نورې نيوکې دادي:

  • عدالت په پام کې نه نيول کېږي.
  • ډېرو سترو اديبانو ته د هغوى په ژوند نه ورکول کېږي.
  • د نوبل اکاډمي تر پرېکړې هم څوک نه پوهېږي چې جايزه به څوک ګټي؟
  • بايد د هر کال په سر کې د نوبل جايزې نوماندان اعلان شي.
  • د مخکښو ليکوالو او کره کتونکو نظر په پام کې نه نيول کېږي.
  • په وروستيو کلونو کې دغه جايزې هم سياسي رنګ اخيستى او د ګټونکى يې د سياسي ملحوظاتو پر بنسټ ټاکل کېږي.
  • د اسلامي نړۍ يا په بل عبارت مسلمانو اديبانو ته نه ورکول کېږي.
  • ډېرى اديبان  په دې اند دي چې سترو او مهمو اديبانو لکه البرکامو، ژان پل سارتر، فاکنر، ګارسيا مارکز او نورو د جايزې اهميت زيات کړى دى. ياني د ادبي نوبل ګټونکي په دوو برخو وېشل شوي.
  • يو هغه چې د نوبل اهميت ورسره زياتېږي او بل هغه چې د نوبل سره يې شهرت او اهميت زياتېږي.
  • کره کتونکي نيوکه کوي چې انتوان چيخوف، تولستوى، فرانتس کافکا او جورج اورول … هغه څېرې دي چې بايد دا جايزه ورکړل شوې وى، خو داسې ونه شول او دې چارې د نوبل اهميت  ته زيان رسولى .

د نوبل کمېټې ځواب

        د نوبل کمېټې نظر دادى چې د ادبياتو د نوبل جايزې نوماندان د يو يو شمېر داسې کسانو لخوا کېږي چې په شرايطو برابر وي او تر پنځوسو کلونو پورې يې نومونه نه خپرېږي. دغه کمېتۀ هر کال د سپټمبر مياشت کې د نوبل ګټونکي د نوماند اعلان لپاره په شرايطو وړ کسانو ته بلنيکونه استوي او د نوبل د کړنلارې له مخې بايد د نوماند غوره کوونکي لاندې شرايط ولري:

  • د سويډيون او نورو اکاډميو، موسساتو او ټولنو غړي چې ورته موخې ولري.
  • د پوهنتونونو او کالجونو د ادبياتو او ژبپوهنې استادان.
  • د ادبياتو نوبل جايزې پخواني ګټونکي.
  • د ليکوالو د ټولنو مشران چې ادبي اثار يې د خپل اړوند هېواد استازولي کوي.

    دوى ته وخت ورکول کېږي چې خپل نوماندان ور واستوي، خو ټاکنه يې د سويډن اکاډمي پر غاړه ده. دغه کمېټه له اتلسو غړو وړه شوې چې ور پېژندل شوي نوماندان ارزوي او بيا يې د نوبل جايزې د انتخاب اکاډمي ته ور پېژني چې څلور يا پنځه غړي لري.

د نوبل مخينه

    نوبل هغه نړيواله او ستره  جايزه ده چې د سويډني ساينس پوه الفرد  برنهارد نوبل (1833-1899) د وصيت له مخې رامنځته شوې ده. د نوموړي ددې وصيت انګيزه دا وه چې دغه عالم د کيميا په برخه کې د ډينامټ او باروتو ډېر مهم او پېچلي اختراعات کړي وو، خو وروسته پوه شو چې اختراعات يې په وسلو او د انسان وژنو جګړو کې کارېږي، نو سخت خپه شو او له دې لارې تر لاسه کړې ټوله پانګه يې په نړۍ کې د علم، ادب او سولې مخکښانو ته وقف کړه.

   د نوبل د وصيت سره سم د هغه د نهه ميليون ډالري شتمنۍ ټولې پيسې په پنځو( فزيک، کيميا، طب،ادب او سولې) برخو کې ووېشل شوه چې ددغه له ژونده وروسته به هر کال ددې څانګو مخکښو  ښځينه او نارينه پوهانو ته ورکول کېږي او يواځينى شرط يې دادى چې د بشريت ګټه يې په پام کې نيولې وي.

   له ۱۹۰۱ زېږديز کال راهيسې چې د ادبياتو د نوبل جايزه رامنځته شوې، تر اوسه پورې ١٠٩ اديبانو ته دا جايزه ورکړل شوې چې له دې ډلې يې ١٤ ښځينه ګټونکې دي.

  سره ددې چې امريکايانو هر کال له ادبياتو پرته په نورو څلورو برخو کې جايزې ګټي او اوسني ولسمشر( بارک اوباما) يې هم د سولې نوبل جايزه ګټلې! خو په ادبياتو برخه کې له ١٩٩٣ کال راهيسې جايزه نه لري.

   تر باب ډېلن وړاندې ايله په ١٩٩٣ کال کې توني موريسن ته په ادبياتو کې د نوبل جايزه ورکړل شوې وه. اغلې موريسن د پوهنتون استاده او لومړنۍ امريکايي تور پوستې وه چې په خپلو اثارو کې يې د غلامۍ غندلو او د ښځو د حقونو د تر لاسه کولو موضوع ته د پاملرنې له امله د نوبل مستحقه وبلل شوه.


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *