تاند- د جنرال دوستم زوی باتور دوستم نن /یکشنبه/ د ملي اسلامي غورځنګ (جنبش) سرپرست مشر وټاکل شو.
مخکې هم اټکل کېده چې باتور به د جنرال دوستم ځای نیوونکی شي خو داسي ښکاري چې د ایشچي په قضیه کې د جنرال دوستم تورنېدا او پر دوستم د دایرې تنګېدا به جنرال دوستم دې ته هڅولی وي چې باتور رامخکې کړي.
دا هم ویل کېږي چې ښاغلی دوستم ښايي باتور د دې لپاره د ګوند سرپرست ټاکلی وي چې که یې د ولسمشر د مرستیالۍ چوکۍ له لاسه ورکړه نو د ملي اسلامي غورځنګ کنټرول له لاسه ورنه کړي.
د ملي اسلامي غورځنګ او جنرال عبدالرشید دوستم یو شمېر پلویانو په یوه سمبولیکه غونډه کې باتور دوستم ته د مشرۍ چپنه ورواغوسته او سور دسمال یې تر ملا وروتاړه.
د جنرال دوستم زوی لوړې زده کړې کړي او په جګړو کې له لاس لرلو پاک دی.
داسي اوازې هم شته چې ممکن باتور دوستم د خپل پلار دولتي چوکۍ؛ د ولسمشر لومړی مرستیالي هم ترلاسه کړي.
د دغو اوازو د تایید یا رد په اړه ارګ او جنرال دوستم تراوسه پوري څه نه دي ویلي.