تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید باجوه نن /پنجشنبه/ وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) په خپل ذات کې ستونزه نه ده، خو د دغه غورځنګ ځینې غړي د بهرنیو په لاس لوبېږي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز دا څرګندونې دوې ورځې وروسته له دې وکړې چې د پوځ ویندوی د پښتون ژغورنې غورڅنګ ته سخت خبرداری ورکړ او هغه یې له افغانستان او هند څخه د پیسو په ترلاسه کولو تورن کړ.
جنرال باجوه هم بې له دې چې د افغانستان یا هند د نوم یادونه وکړي په ضمني ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د بهرنیو هیوادونو د لاس الې وبللې.
ده دا څرګندونې د پوځ په اډیتوریم کې د خیبرپښتونخوا د بېلابېلو پوهنتونونو محصلانو ته په خبرو کې وکړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان پوځ چلینج کړ چې له بهرنیو هیوادونو سره د دغه غورځنګ د اړیکو یا ورڅخه د پیسو اخیستل ثابت کړي.
TO BAJHWA PAKARMY;DID YOU KNOW?
WHY THOUSANDS OF PASHTOONS FAR AWAY FROM FAMILY AND HOME TOWN
WORKING HARD IN MIDDLE EAST AS CONTRACTOR.
MUST OF LIFE&PHYSICAL ENERGY THEY SPENT IN HOMELESS FOR ARABIC SOCIETY.
MAJORITY POPULATION SPECIAL CHILDREN PASHTOON ARE UNEDUCATED.
THEY CAN NOT HAVE HEALTH CARE.
EVERY ONE HAVE RIGHTS TO WORK IN HOME TOWN.
RAW MATERIAL AS MINERALS,WATER AND MORE NATURAL SOURCE GOING TO PUNJAB.
BUT PASHTOONS KEEP HUNGERY &UNEDUCATED /HOMELESS.
HUMAN RIGHTS IS LIKE THIS?
MISSING PEOPLES/KILLING WITHOUT JUSTICE IS ONE OTHER ISSUE.
PTM WANT JUSTICE UNDER LAW.
THANK YOU