تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن /دوشنبه/ وویل، د افغانستان – پاکستان د پولو په اوږدو کې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو معنا دا ده چې له هرراز او هر رنګ تروریستانو سره، چې د ټولو دښمنان دي، مبارزه وشي.
د پاکستاني اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال باجوه په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز کې د لوړې کچې یوې غونډې ته وویل«پاکستان او افغانستان د تروریزم پر ضد مبارزه کړې او باید دې مبارزې ته په ګډه دوام ورکړي.»
د پاکستان د پوځ لوی درستیز همداراز امر وکړ چې په پوله کې د تروریستانو د تګ راتګ او له پولې د هراز غیر قانوني اوښتو د مخنیوي لپاره دې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره لا اغېزمنه همکاري او همږغي زیاته شي.
د پاکستاني رسنیو پر اساس، جنرال باجوه د تروریستانو پر ضد د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه د افغان چارواکوږ د وروستي وړاندیز هرکلی وکړ.
د افغانستان ولسمشر د جرمني د مونشن په امنیتي غونډه کې وویل تر څو چې د ښه او بد تروریست تفکیک له منځه نه وي تللی، سیمه به ناامنه وي.
ده وویل، د مؤثرې مبارزې او د ترورېزم د ودې د مخنیوي لپاره حتمي ده هغه هېوادونه چې ترورېزمیې د دولتي سیاست اهدافو ته د رسېدو وسیله ګرځولې تجرید شي.
په همدې حال کې نن د افغانستان د بهرنیو چارووزارت وویل چې کابل ۸۵ تروریستانو او ۳۲ تروریستي کمپونو لیست پاکستان ته سپارلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني وویل په دغو کمپونو کې د افغانستان د ورانولو لپاره ترهګر روزل کېږي.