د پاکستان نوی لوی درستیز

تاند-  د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په شرط په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پناهځایونه بندوي.

باجوه د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزیف ووټل سره په خبرو کې وویل «پاکستان په خپله خاوره کې د افغانان اتباعو د فعالیتونو په اړه د امریکا له اندېښنې پوره خبر دی او موږ د تروریستانو د ځپلو لپاره رد الفساد عملیاتو په وسیله ګڼ اقدامات کړي خو د هغو د پناهځایونو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان لومړنی مخکې تر مخکې شرط دا دی چې ټول افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.»

باجوه همداراز وویل چې پاکستان په یو اړخیز ډول په پوله کې د تګ راتګ د مخنیوي لپاره تدابیر غوره کوي او که افغانستان احساس کوي چې د پاکستان له لوري ورته ستونزه ده، باید د پولې د مدیریت او کنټرول لپاره دوه اړخیز اقدامات د کابل اصلي لومړیتوب واوسي.

د پاکستان پوځ وايي چې جنرال ووټل د تروریزم پر ضد د پاکستان جګړه وستایله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې اوسنۍ ستونزې موقتي وي.

3 thoughts on “باجوه وايي، د کډوالو د وتلو په شرط د افغان طالبانو مرکزونه بندوي”
  1. اوس اعتراف کوي چې (مرکزونه …). مګر نه ماجر وباسي نه طالیبګی، ماجر اقتصاد دی، د ترهګرۍ خام مواد دی او طالیبګی په افغان سینه پنجابی کارد دی
    .
    .
    .
    .

    که چوربابا د غلو په قبرونو میلیاردونو ډالرلګولو په ځای ماجرو راتګ ته زمینه جوړه کړی وی او حداقل کال کی یی که یولک ماجرو افغانانو ته زمینه برابره کړی وی اوس به ټول په کور وو

  2. اوس مني چې طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري.دا هم یو لوی پرمختګ دی، ځان يی وشرماوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *