تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: په بادغیس کې د دوه قومونو تر منځ نښته کې د ولسي جرګې د غړي ضیا الدین اکازي د کورنۍ څو تنه غړي وژل شوي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ تاند ته وویل، نښته د اکازیانو د قوم تر منځ تېره ورځ په بالامرغاب سیمه کې شوې ده.
نوموړی وايي، په دې نښته کې د ضیا الدین اکازي ورور، زوی او د کورنۍ څو نور غړي وژل شوي دي او څو کورونه هم په نښته کې ویجاړ شو يدي.
هڅه مو وکړه له ضیاالدین اکازي سره د تاند له اړخه د پېښې په اړه تماس ونیسو، خو بریالي نه شوو.
اکازي قوم د بادغیس په بالامرغاب کې میشت دی او د وسله والو طالبانو نفوذ هم په کې زیات دی.