تاند، جمعه، د ثور ۵مه: طالبانو د بادغیس په لامان دره کې د سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه وژلي او ۷ تنه یې له ځان سره برمته بیولي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاالدین قادسي وايي، طالبانو څو پاڅوالو څخه په پوسته کې د نفوذي بریدګرو په حیث استفاده کړې او د ۱۳ کسانو له وژلو وروسته یې د پاڅونوالو ژوبل شوي غړي له ځان سره بیولي دي.
بلخوا د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني هم تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، په دغه جګړه کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.
لامان دره د بادغیس له قلعه نو څخه ۱۵ کیلو متره لرې پرته سیمه ده او تر دې وړاندې په کې د عامه ساتنې ځواکونه پر لارو پراته وو.