تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴مه: د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور او مېرمن د نامشروع اړیکې لرلو په تور وژلي دی.
د بادغیس د ښځو چارو رئيسه راحله نادري تاند ته وايي، پېښه د قادس ولسوالۍ په بادروک کلي کې شوې او یو سړي خپل ځوان ورور له خپلې مېرمنې سره یو ځای په ډزو وژلی دی.
راحله نادري وايي، فخرالدین خپله میرمن د جنسي رابطې پر مهال له خپل ورور شهاب الدین سره نیولې ده او په ډزو یې دواړه وژلي دي: ((سړي او ښځې له ۲۵ نه تر ۳۰ کلونو پورې عمرونه درلودل، کله چې د ښځې میړه دوی د جنسي اړیکې پر مهال نیولي، دواړه یې وژلي دي.))
بادروک سیمه د قادس ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۵ کیلو متره لرې شمال ډډې ته د طالبانو په ولکه کې پرته ده.