باراني ځنګل

Rainforest

د باراني ځنګلونو ځانګړنه د ورښت لوړه کچه وي لکه د معتدلو سیمو په ځنګلونو کې چې د ورښت کچه له ۲۵۰ تر ۴۵۰ سانتي متره (له ۹۸ تر ۱۷۷ انچه) ده. همداسې د معتدلو سیمو دباراني ځنګلونو تعریف په هره سیمه کې توپیر لري. د (monsoon trough) کوم چې د (intertropical convergence zone) په نامه هم یادیږي په هغو اقلیمي حالتونو رامنځته کولو کې اړین رول لري کوم چې د نړۍ د باراني ځنګلونو لپاره اړین دي. له ۴۰ تر ۷۵ % پورې د نړۍ بیوتیک ډولونو اصلي ځای باراني ځنګلونه دي. په دې کې تر اوسه د بوټو، حشرو او مایکرواورګانېزمونو میلیونونه ډولونه ندي مطالعه شوي. باراني ځنګلونو ته د ځمکې سره زر او د نړۍ تر ټولو لوی درملتون نومونه هم اخلي ځکه د طبیعي درملو له څلورو برخو یوه برخه په باراني ځنګلونو کې پیدا کیږي. همداسې د نړۍ ۲۸ % اکسیجن تولیدونکي هم دي.
Rainforrest between Kuranda and Cairns, North East Queensland
Rainforest between Kuranda and Cairns, North East Queensland. Photo by Tim35

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *