خوب نه راته.پاڅېدم. د ساعت عقربې د سهار پر پینځو ولاړې وې. بالکن ته ووتم.سپیدې نوې چاودلې وې. د ملګرې کور مو تر څنګ اپارتمان کې و. د ژړا غبرګ غږونه راتلل.کړکۍ يې بنده وه.بېرته راننوتم.کټ مې ټول کړ.کړکۍ مې پرانیسته.بر سر کوڅه مې وڅارله. څو موټر یو بل پسې کتار وو.
د ملګرې پلار مې پوډر څکول. له ورایه عمر خوړلی مالومېده، خو په عمر دومره نه و. زړه کې را تېره شوه چې حتماً څه پرې شوي.
* * *
ور مې ور وټکاوه.کور ته ننوتم.ویرجنه مالومېده.سترګې يې پړسېدلې وې.وېښتو ته مې يې پام شو داسې منظم وو لکه نوي چې بیاتي شوي وي.
_سلام.
راځه راځه…
_ژوند څومره لنډ و.نه پوهېدم.
کوټې ته ننوتم. ګډوډه وه.د کټ پر سر يې د پلار قالب شوی عکس پروت و.
په بخارۍ کې د خسو ټکا خته. دا را ننوته.پرده یې کش کړه. پر ښیښو د باران څاڅکي راڼه پرېوتل.تر څنګ مې کښېناسته. ساه يې واخیسته.
 ****
_ څو شپې مې د پلار پوډر نه وو.په عذاب و.ډېرې شپې يې په ویښه رڼې کړې.خوږمن و.اوس فکر کوم قاتله يې زه یم.د شپې تر ډېرو ویښه وم.کوټې ته يې ورغلم.غونج پروت و. ورنږدې شوم.ساه يې ختلې وه.
ولټېده. کړکۍ يې پرانیسته.د څلې له یخې هوا سره د خاورو بوی را دننه شو.
– مور به مې ویل د نېکمرغه انسان پر مرګ باران اوري. طبیعت ویرجن وي!
پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *