تاند- د اروپا د فوټبال تر ټولو په مهمه مسابقه کې تېره شپه بارسلونا او لیونتوس مخامخ شول.

د هسپانیا بارسلونا کلب د اروپايي اتلولیو په پایلوبه کې د ایټالیا لیونتوس ته درې پر یو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

په دې مسابقه کې، چې د جرمني د برلین په المپیک لوبغالي کې وشوه، هغه مهال د بارسلونا بری یقیني ښکاره شو چې د دغه ټیم لوییس سواریز په ۶۸ مه دقیقه دوهم ګول وواهه.

دا د اروپايي اتلولیو په تاریخ کې پنځم ځل دی چې بارسلونا د اروپايي کلبونو اتلولي ګټي. څلور ځلي یې په وروستۍ یوه لسیزه کې دا مقام ګټلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *