• د افغانستان اکثریت خلک چې بېوزله او په کلیوالو سیمو کې اوسېږي د تېرو دیارلسو کلونو ملیاردونو ډالرو ورسره لازمه مرسته ونه کړه، همداسې بېوزله او محروم پاتې شول او روانو جګړو یې په کلي کور کې هم کاروبار په ټپه درولی دی. هغوی د یوې ګولې ډوډۍ لپاره یا په ایران ورمات دي، یا یې وسلې ته مخه کړې او یا هم لاس تر زنې د کوم غیبي فرصت په تمه ناست دي.
  • یوه ډله خلک چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې ډېر ښه او یا مناسب کاروبار درلود او یا یې زده کړې وکړې او کار کولو ته چمتو شول، هغوی هم د بهرنیانو د وتلو او د کاري فرصتونو د کمېدو له کبله بې روزګاره ګرځي او لالهانده د کاروبار په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت یوازې د راتلونکي ۱۵ او یا ۲۵ کاله وروسته افغانستان حالت بیانوي، وايي چې افغانستان به د برېښنا د تولید لوی مرکز وي، افغانستان به د سیمې د هېوادونو د تماس مرکز وي او داسې نور.

مګر دولت ته همدا اوس په کار ده، چې بازار په حرکت راولي، اقتصادي راکړې ورکړې زیاتې کړي، د خلکو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي. ځینې کارونه شته چې دولت د هغو لپاره یو څه امکانات لري او یا خصوصی سکتور کولی شي پراخه ونډه واخلي او په حکومت ډېر بوج نه راځي او ډېر خلک مصروفولی شي. د بېلګې په توګه د یو څو نومونه راوړو:

  • نوی کابل: د نوي کابل پروژه افتتاح کول او هلته د تجارتي او هستوګنیزو نومرو د وېش لړۍ پیلول او خلک هڅول چې هلته کارونه پیل کړي.
  • د نویو کورونو جوړول: د حکومت له ژمنې سره سم چې د خلکو لپاره به په پنځو کلونو کې پنځه سوه زره شا او خوا کورونه جوړوي نو غوره ده، چې ددې لپاره ژر اقدام وکړي. په کابل او ولایتونو کې مربوطه ادارو ته امر وکړي، چې ځایونه تشخیص او تثبیت کړي. په دې برخه کې خصوصی سکتور پانګونې ته راوبولي او له هغوی سره توافق ته ورسېږي.
  • افغان کارګر په عربي دولتونو کې: د منځني ختیځ او په تېره بیا د سعودي له حکومت سره د افغان کارګرو په اړه توافق ته ورسېږي او هم په حکومت کې د پوهنې وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه وګماري، چې د افغان کارګرو اړونده اسنادو او لازمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لاس په کار شي.
  • سرحدي بندرونه: حکومت هر وخت له ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا له ترکمنستان، ایران او پاکستان سره د سوداګرۍ د لاپراختیا لپاره په سرحدونو کې د بندرونو خبره کوي نو لازمه ده، چې په دې اړه له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي ترڅو هلته د بندرونو د جوړېدو او پراختیا چارې پیل شي.
  • پارلماني ټاکنې او نوې تذکرې: د پارلماني ټاکنو اصلاحات پیل کړي، د راتلونکو پارلماني ټاکنو وخت وټاکي ترڅو په دې برخه کې د کاندیدانو هڅې پیل شي او هم د الکترونکي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړي. په دې سره له یوې خوا ستره ملي پروژه پیل شي او له بلې خوا د ډېرو خلکو لپاره بوختیا او مصروفیت پیدا شي.
  • د قوه کار جوړول: قوه کار چې حکومت یې څو ځله اعلان کړی نو لازمه ده، چې ددې قوې د جوړولو چارې ژر تر ژره پیل شي ترڅو د افغان کارګرو لپاره د کار زمینه برابره شي او هم په لږ لګښت سره ډېر کارونه ترسره کړي.
  • د ځینو تصدیو فعالول: ولسمشر څو ځله ویلي، چې د امنیتي سکتور به ستر اقتصادي سکتور هم وي. نو لازمه ده چې د هغو تصدیو د فعالولو چارې ژر تر ژره پیل شي، چې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو لپاره د خوراکي توکو، البسې د برابرولو لپاره کار کوي. دغه وزارتونه باید د ددې تصدیو د احیا لپاره د هغو سره قراردادونه وکړي.

ديته ورته نور ډېر کارونه شته چې له یوې خوا د هېواد لپاره اساسي او ارزښتناک دي او له بلې خوا زموږ د ډېرو هېوادوالو له کاري فرصتونه برابرولی شي ځکه خو لازمه ده، چې د بازارت د تحرک لپاره په لړ چټکو اقداماتو لاس پورې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *